صوابۍ ،کړه مار او شېربانو (لومړۍ ټوک)لیک محمد پروېش شاهين

محمد پروېش شاهين

دې کښې هيڅ شک نيشته چې پښتانۀ د نړۍ په قبيلو کښې د ټولو نه يوه لويه قبيله ده او کۀ يو اړخ ته دا يوه داسې قبيله ده چې د معلوم تاريخ د زرګونو کالونو په لويه دوره کښې بيا هم لکه د يو لوے زنځير د کړو اماني روغې او سلامتې دي چې د يو بل نه ،نۀ وشوکېدلې او نۀ د يو بل څخه ورکې شولې او بيا دا هم د ډېر خوش رنګ، فخر او افتخار خبره ده چې د نړۍ د نورو قبيلو په مقابل کښې دا يوه لويه قبيله د تاريخ په وږدو کښې هم پخپله دې ننګ پاله خاوره ميشته را روانه ده او د دې د پاسه چې د تاريخ په وږدو کښې د اشوريانو، شاميانو، ايرانيانو، يونانيانو، ساکانو، پارتيانو، ترکانو،عربيانو، منګولو، مغلو، پيرنګيانو او بيا د دې نننې سقاوې دورې رقم رقم چپاونه، تيرې، وهلو ټکولو، سوزولو،ډز ډوز،غړپ غړوپ،دماکو، بمونو، راکټو، لانچرو او د حلالولو او د خاورې ايري کولو يو وران، کرک جن، انسان دښمنه او يو ورکونکې ناوړه عمل پرله پسې را روان راغلے او لا روان دے او ښۀ په زور کښې روان دے. خو د دې هر څۀ د پاسه لا پښتنه خاوره د دې د نازولې خو باتور خوښه ځامنو په لاس او واک کښې ده

دا خاوره او دا خلق خو پخپله خو په کور کښې د ورور تربور سره لاس وګرېوان پاتې شوې هم دي خو بهرنو خلقو دپاره د رحمت، امن، مېلمستيا،ساتنې او پالنې خلق پاتي شوي دي، کله چې د نړۍ لويه تجارتي لار چې د ريښمو لار ورته وئيلې شي چې دا پښتون قام د خپلې غورې ځوانۍ په سوب د دغې لوې لارې د ملا په تير پروت دے، چرته چې به د نړۍ رقم رقم نسلونه، خېلونه، خلق، سوداګر، قافلې، مذهبي ځايونه، زيارت کونکي ، د زده کړې دپاره شاګردان، د ژبې ايزده کولو دپاره شاګردان عالمان، د نورو علومو او فنونو د تربيې دپاره د لرې لرې هېوادونو نه شهزادګان او د شتمنو خلقو بچي، د روغتيا موندلو دپاره ناروغه او رنځوران، سحر، نجوم او ټوټکو له ايزده کوونکي د زرګونو په شمېر راتلل، نو دا کتل پکار دي چې دغه چلنده شاهراه چې پوره دوه زره کاله يې لويه تيره لرله او چرته چې به ترکي، يونان، چين، وسط ايشيا او د جنوبي ايشيا يو ځاے کېدله ،رقم رقم خلق به وو،رقم رقم ژبې به وې، رقم رقم مالونه او څاروي به وو، نوکران او مزدوران به وو، مالونه او اسبابونه به وو، نو کۀ چرې په دې پښتنه خاوره دغه قافلو، دغه سوداګرو،د دوي مال او د دوي پنګې ته امن او قلارتيا نۀ وي ،د دې نورو ټولو خلقو د پاره د خوراک، څښاک، وسيدو او پاتې کېدو ځائے ځائيګے نۀ وي، د دوي په ژبه او ليک دود څوک نۀ پوهېدلې، د دوي د دارو درملو تابيا نه وي، د دوي د ډېر مال دګيا او وښو کار سم نۀ وي، د دوي د مال او جنس د بدلون غوره بندوبست نۀ وي ،د دوي دپاره د ښو ښو او پوهه استاذانو او ورسره د ښو ښو ادارو شتمني نۀ وي، دلته د خوراک څښاک شيان پريمانه نۀ وي، د دې ځاے آب و هوا ښه نۀ وي، دلته ښيرازه ورشوګانې، ودانې باغ باړې او سمسوره پټي نۀ وي ، بجلي نۀ وي، دانې نۀ وي، مېوې نۀ وي، پاکې او روانې اوبۀ نۀ وي ، ډک پک بازارونه نۀ وي، دلته عزت،احترام او انسان پالنه نۀ وي، نو بيا دا دومره لوے نړي وال تجارت، راشه درشه،ايزده کړه به څنګه د پوره دوه زرو کالو پورې چلنده او ګړندۍ وه. بيا کۀ دلته فن نۀ وي ،فنون نۀ وي، فرهنګ نۀ وې، ارټ نۀ وې،او يو ښۀ کلتور نۀ وې نو نور خو نور،د ګنداهارا دا دومره لوے، ارت بيرت او خوندور فن او ارټ به له کومې راتللو، دا بيخي کورنے مال دے ، دې کښې شک نيشته چې په دې به د لرې د روس د يونان، د روم،د چين او يا د هاغه نورو هېوادونو د چا سره چې په دې لويه لار د پښتنو راشه درشه، او څۀ نه څۀ تعلق وۀ، د فن او هنر اثر وي ځکه چې ارټ او هنر هم لکه د تجارت د دواړو اړخونو څخه اثر اخلي ،خو دا چې يوې شړې شباړې زمکې ته ټول او پوره په پوره پردي فن او ارټ نه راځي او کۀ راشي هم نو هغه بيا په دې شاړه شبړه زمکه وده نۀ کوي ،بيا پښتنه لويه خاوره چې څرنګ په لويو لويو او جدا جدا خصلته سيمو او علاقو کښې وېش ده ، دغه شان دا لوئے قام په رقم رقم قبيلو او خېلونو کښې وېش دے، لکه د لوے چنار د ښاخونو خوارۀ وارۀ او څانګې څانګې او دانګې څرانګې تللې دي، خو موټيا او ځيله يې يوه ده ،لکه څنګه چې يې هره قبيله د بلې نه څۀ لږ ډېر ځانګړي ،خوي ،خصلتونه ،جامه، پېزار، مالي او فرهنګي شتمي لري نو دغه شان يې دا بيلې بيلې سيمې هم جدا جدا علوم، فنون، ارټ، اثار، د دستار سړي، خواري کښ خلق، غلې دانې، فصلونه، دانګونه، موسمونه، چينې ، خوړونه، دريابونه، وني بوټي، ځنګلونه، مرغۍ او مارغان، مال او څاروي، لارې ګودرې، سيمه ايز تاريخ، لوبې، ټوقې ټقالې، ساز او اواز، او کار او روزګارونه لري

د بختورې پښتونخوا په لويه او ارته بيرته خاوره يوه غاوره او د فخر او افتخار يوه ډکه سيمه د صوابۍ په نوم هم ډېره مشهوره او بختوره ده چې په رنګ رنګ مادي او فرهنګي ښائستونه ښائسته او ماموره ده ، چې د زرګونو کالونو يو روڼ او چوڼ تاريخ لري چې د پخوا راهسې د علم او فن ،کرکروندې، پوهې او شعور يو لوے کان دے، چې د نور هر څۀ سره سره د وطن ساتنې او وطن پالنې هم يو نۀ هېرودونکے تاريخ لري.
پښتنه خاوره اګرکۀ په هر رنګ، په هر ډول د سيالو سياله ده او لا په ځني کارونو کښې خو بې مثله بې مثاله هم ده خو د دې خاورې څۀ تاريخ يا تاريخونه نۀ دي ليکل شوي ،د کومې څخه چې ځوان کول پخپله مورنۍ ژبه کښې فائده او مانه اغستې وي، او دے د دې خپلې خاورې په قدر، مقام او حيثيت پوهېدلې وي ، نا داسې هم نۀ ده، بلا بلا تاريخونه يې خپلو هم او بهرنو هم ليکلې دي، خو دغه د جنګ جګړو او سياست تاريخونه دي ، د کلتور او فرهنګ تاريخونه يې لا د ليکوالو د راتلو په طمعه او انتظار دي کۀ چرې د دۀ په ژبه کښې د دۀ په غوره فرهنګ، کلتور، فن او فنون څۀ غوره او فکر ورکونکے کتابونه وې نو د دۀ هاغه اثاثه چې د دۀ د خاورې په لويشت لويشت او ګډوزي ګډوزي برجقه پرته ده دغه به ولې داسې تالا ترغه کېدله او د مينځه به تله، کۀ په غور وکتلې شي نو قادر خداے ، دې لوې وګړي ته د نورو ډلې بخښنو نه پرته يو دوه داسې لوئې بخښنې هم کړې دي چې د دۀ پرې هيڅ زيان تاوان او کړاؤ نۀ دې شوې او لکه د لا ټرۍ د ختلي خسڼي چې په لاس ورغلي دي د کومې په سوب چې دې د نړۍ د سيالو سيال شوے دے کۀ يو خوا دۀ ته د تاريخ د دورې څخه هم پخوانے او بيا د تاريخ دورې يوه لويه کلتوري اثاثه په لاس ورغلې ده ،بل اړخ ته ورته يوه داسې فطري اثاثه هم په لاس ورغلې ده چې هغې کښې رنګ رنګ موسمونه،روانې اوپرېمانه اوبۀ، غرونه، واورې، خوړونه، چيني، پرېمانه ځنګلونه او داسې داسې غريز ډاګونه چې د غره هره شنه ګټه يې هم ياقوت او ګوهر دي چې دا وطن يې د اثارو او سيل ګرۍ په دنيا کښې ځلولے او پړقولے دے او بيا د دۀ افرادي قوت چې نړۍ يې د ګريټ افغان په نوم پېژني
.
په دې پرېمانه او فرهنګ خېزه او کلتور ډکه خاوره يواځې خبره د ګندهارا ارټ او کلچر نۀ ده ځکه چې د دې ګنداهارا فن نه آګاهو په دې خاوره د انسان د وړومبي فن او هنر روښانه نخښې نخښانې هم موجودې دي، ځکه چې د تاريخ په وږدو کښې په دې خاوره ډېر نسلونه، قامونه او مذهبونه هم تلې راغلې دي چا چې خېل،خپل د قدرتي برخې او ښکلا او جمال فنون نقش کړي دي هغه کۀ ( سټون هږ) او ” ميګا لات” په قبر دي او کۀ د داراګانو اثار دي ،کۀ ګنداهارا اګر يو کلچر دے او کۀ د زر تشتو اثار دي، کۀ د داراګانو اثار دي او کۀ د يونانيانو اثار، کۀ د هندو مت اثار دي او کۀ د اسلامي دورې اثار دي ،کۀ د مغلو،پيرنګيانو اثار دي او کۀ د پښتنو خپل اثار دي خو دغه د نورو تللو راغلو عالمو دغه اثار دلته په ځاے پاتې شول او هغوي د مينځه لاړل..
د بابر او د بادر خبرې لاړې دافغان قيصه باقي ده کوهستان کښې
داسي باري چې د باره هم ډېره درنه شوه خو دا په دې راياده شوله چې د علمي او فرهنګي پاڅون په يوه ګڼه کښې يې د ځوان محمد عثمان مردانوي يو ښکلے مضمون ( د کړه مار په لمنه کښې ) لوستې وي او د رسالې چلونکي روښان فکر ډلې له اړخه په سر پاڼه يو داسې زړۀ راښکونکے شعر ورکړے وۀ چې لکه د کړه مار په يو تيږه چې يوه ملکوتي نغمه ليک وي او هغه دا چې

لائق مخ د سوګند بل نۀ وۀ په زمکه چې په جونو سوګندي د کړه مار شوم

اشرف خان هجري دې شعر او دې مضمون زۀ څۀ شل پنځوشت کاله پخوانو يادونو ته بوتلم کله چې زۀ د اروښاد روشن خان د حجرې څخه وتلې د شهباز ګړې د مقبرې چې د رستم د سړک په خوله پرته ده او بيا دکړه مار غرۀ ته ختلي په غرۀ مې د سپين رنګ خور وور پروت مار موتيا معلوم کړي او بيا د يکه يوسف او بابا زيارت ته ودرېدلې او د ښۀ بخت او ورځې دپاره مې پرې سوالونه کړي او بيا د اسوټا آتش کدي او يا لمر کدي ته ودرېدلې فوټو ګرافي مې ورله کړې چې يو څو ګټې د زمکي په مخ پرتې او څۀ ولاړې دي نور راسره هيڅوک خو نۀ وو خو يو دوه درې خرۀ دغلته څرېدل او زنګ شوې بورډ يې په زمکه راپرېوتې وۀ
.
د شوي د غرۀ، د سپين رنګه مار او د اسوټا د دغه لويو ګټو په باب له مې څۀ پوښتني د شوې د سکول د استاذانو څخه وکړل او څۀ مې په پټي کښې د لو لور کارکونکو زمين دارو څخه وکړلې هغوي وئيل چې دا يو د ښځې او ناوې راروانې وي چې کله يې دلته پښتني ناموس ته خطر راپېښ شو نو دوي د ناموس ساتلو دپاره دعاګاني و غوښتې او هم په دې ځائے ګټې شولي هم دغه شان يې د اسوټا د کلي او د باباجي د راستو ډکي يو څو خبرې راته وکړې ما دغه ورځو کښې په دغه لاس ته راغلي معلوماتو وحدت اخبار ته يو مضمون وليکلو، په اسوټا او د دې په دغه تاريخي کتبو فيرنګي ليکوال په 1928ء د انډين ريلوے په رساله کښې يو خوندور مضمون هم ليکلے دے او ورسره ډېره ښه فوټو ګرافي هم کړې ده چې دغه وخت يې دا ټولې ګټې په ډېر ښۀ حالت کښې وې دغه رساله د لاهور د انار کلۍ په کوټ بازۍ ما ته په اتۀ انې په لاس راغلې وه ) نو خبره مې د مردانوي د مضمون کوله لکه چې ذکر وشو چې د پښتنو د خاورې هره دره د لوې لوې کلتور يوه ګل دره ده او بيا صوابۍ خو صوابۍ ده کنه هسې خو د پښتون په نورو ډليزو سيمو کښې بلها داسې کلي شته دے چې په لکۍ داره ى ( ۍ) خلاصيږي خو د هزارې په بټ ګرام ،شانګلا او صوابۍ کښې دا چل ډېر زيات دے لا نه يم پوهه چې دا چل ولې دے داسې ۍ خو د ښځينه نوم دپاره پکاريږي خو ايا دلته هم دغه مطلب پوره کوي او کۀ څۀ نوره وجه يې ده لکه صوابۍ، مانيرۍ، جلسۍ، چلۍ، زروبۍ، ټوپۍ، ترکۍ، بابېنۍ، ډاګۍ، اتلۍ، کپ ګنۍ او نور او نور زما خيال دے چې صوابۍ د س په ځائې په ص ليکل د چا مُلا بخښنه ده کنه دا په س سوابۍ په کار ده، ځکه چې سوا وۍ، سواړۍ ،سورا، ساول ډېر، اسوټا، رڼا ډېرۍ او ادينا( سن ګا‌‌‌‌‌‌ډ) دا ټول لمر او اور اړخ ته کږيزي چې دا ترې بريښي چې دا ټوله سيمه په يو وخت کښې د اورپرستۍ او لمرپرستۍ يو لوے مرکز وۀ او اسوټا د دې لويه او مونيا نيره عبادت خانه ده چې هره ګټه يې د مياشتې د ورځو په حساب د هرې جدا ورځ دپاره د ننو وتلو دروازه ده او زما په خيال ( نور خو به پرې مردانوي صاحب پوهيږي ) په دې لپاسه څۀ بلډنګ ځکه نۀ وۀ چې بيا به د دوي له نظره لمر پټېدلو سوابۍ د قبيلو او خېلونو په سوب هم ډک پک تاريخ لري کۀ نور ياد نۀ کړو هم نو ټوپۍ د زړو سواتيانو ډکه ده او ښۀ نران او مېلمه پال خلق دي د ټوپۍ د بازار په خوله کښې پراتۀ پرېمانه آبادي لري او دغه شان د دې زړو سواتيانو يو غټ کلے بام خېله (بام خېل) دے چې آيا اوسني اوسيدونکي يې هم سواتيان دي او کنه دا ورته د زړو سواتيانو ميراث پاتې شوے دے ځکه چې دا نمونه د کلو نومونه په سوات کښې ډېر دي لکه بټ خېله، خوازه خېله، زره خېله، بامه خېله، پيرخيله او دروتى خېله او نور نور بيا د لاهور په کلي لوے سرکاري سکول سره جوخت د ډوماخېل کورونه دي کوم چې د تاريخي ډوما کافر د لوئې باچاهۍ يادګار دے چرته چې بهاکو خان، ملامست زمن او نور يوسفزي جنګيدلي وو او ډوما له يې ماتې ورکړې وه او د هغۀ راڼۍ چې نوم يې شنډۍ وۀ هغه د خدوخېلو يو خان خپله ماندينه جوړه کړې وه بيا د هنډ د کلي خواو شا په سيمو کښې هغه کسب ګر هم لا شته دے دچا مشرانو چې سکندر اعظم له د پورې وتو دپاره بېړۍ جوړه کړې وه چې دغه اولس د مانګانو، ماڼکيانو، مليهى او ملاح په نوم ياديږي چې زۀ يې د مون جودړو خلق ګڼم بيا هم په دې هنډ لاهور کښې په ګڼ شمېر کښې يهوديان آباد وو چې د وخت سره سره د پښتنو په قامي سيند ورګډ شوي دي بيا دلته د لوے سکندر څۀ سپايان او افسران هم د دې ګودر د ساتنې دپاره پاتې کړې شوې وو د چا په نوم چې نن د جانګيرې کلے دے چې زوړ نوم يې اليګزنډريا وۀ زما په خيال د مانکۍ او ماڼکيان دا کلي هم دغه مانګانو اړخ ته ځي او بيا چې دا هم اورو چې جلسۍ او جلبۍ دوه لوي لوي ډنډونه وو بيا رڼا ډېرۍ، ګاړمناره، ثبا کړه دا خو ټول رڼا اړخ ته سترګې وهي کنه ايا دا مطلب ترې واخلو چې دا يو پخوانے ګودر وۀ لکه نن چې هم د ارسلا خان بابا د نوسي عبدالواحد خان د بنګلې نه بهر په ارت او خورور سين ور پورې ووځې او ايا دلته کښې د جازونو، بېړو دپاره خو دلته د رڼا ګانو څۀ تابيا خو نۀ ده شوې کۀ بر اړخ ته وغزيزو نو د رستم مقام په لاره لاره په ناټيانو د امبېلې او چملې پورې او بيا خاص د ملندرۍ په ودان غرۀ کښې ټانګو او لړم کلي پراتۀ دي چې د لرغون پوهه زين الوهاب صېب وائى چې د دوي خلق نن هم د اشوک د ورځې ژبه وائي بيا په دې سيمه د ګدرGADAR کلے دے کوم چې د لوے ايراني دارا په ډبر ليک کښې د ګندهارا دپاره پکار شوے دے بيا د دې شاباز ګړهه ده کۀ يو خوا دستړو د دمې ځائے وۀ نو بل خو د شاباز قلندر روضه هم ده بابر د خپل تزک په رڼا کښې دا روضه دړې وړې کړه ولې هغه خو پرې زما په خيال تومت لګولې وه چې ورانولو ته يې جواز ولټوي خو ايا دا خو چرته د مغل خلاف د پښتنو د لښکرو د جمع کېدو ځائے خو نۀ وۀ دغه شان د مرغز او کوټۍ کلي دي کوټه خو جوړۍ قلا او چاوڼۍ شوله خو مرغز په نامه پوهه نۀ شوم خو يوه خبره ده چې دلته د دې کلي خلقو د سين د سيندونو نه څومره د فن آو ښکلآ ډک د جمات وداني جوړه کړې ده د ستائلو قابله يوه پښتنۍ نمونه ده

کۀ څۀ شېبي له بره لاړ شو او د ګدون په غريزه خو غيرتمنده سيمه ور سم شو نو د ملکي دم، کپ ګنۍ، کوهي سر، سالار، منصور وېش او سيمې مابڼ او د شاکوټ څوکې د بيرګلي رسټ هاوس او د اُتلۍ اوچت غريز خو لوي کلي او مېلمه پاله خلق يې کۀ درې سيمې منځ ته لارې دورې ته لاړ شو او مشران يې وګورو نو باکو خان ، شاه منصور، ګجو خان، سليم خان، فتح خان، مقرب خان، ارسلاخان، ورپسې د سيد احمد شهيد راتلل، سيدوبابا، کوټے ملا، پنچ پير، پير روښان په مېنۍ او کوټا قامي غورځې پرځې بيا هم په دې خاوره صاحبزاه عبدالقيوم خان، مولانا عبدالقادر، غلام اسحاق خان بيا په دې خاوره سر تېزه او د غرونو نه تمبېدونکے لوے اباسين چې هم په دې خاوره ورته لکه د قلندر کچکول اېښودے شوے او دغه سيند سمندر يې ورکښې راګېر کړے دے

دا هم ولولئ

صوابۍ ،کړه مار او شېربانو (دوېمه برخه) لیک محمد پروېش شاهين