په بونیر کښی دا افغان کڈوال دا مزهب سپاکاوې پښه سه وو او سه تی جوړ شو

يٰۤاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡۤا اِنۡ جَآءَكُمۡ فَاسِقٌ ۢ بِنَبَاٍ فَتَبَيَّنُوۡۤا اَنۡ تُصِيۡبُوۡا قَوۡمًا ۢ بِجَهَالَةٍ فَتُصۡبِحُوۡا عَلٰى مَا فَعَلۡتُمۡ نٰدِمِيۡنَ‏
الحجرات ایت۶
ترجمه ؛. ای مومنانو که چرې یو فاسق تاسو ته یو خبر راوړي نوتحقیق کوئ هسې نه چې تاسو یو قوم ته تکلییف ونه رسوئ او بیا په هغې وشرمیګئ

پرون د بونیر سواړئ بازار کې د یو افغان کډوال مومن نومې هلک د خپل ګاونډي دوکاندار سره جنګ شو دغه ګاونډي دوکاندار د مومن خور مور وښکنځل ، کله چې مومن د هغه د وهلو تابیا وکړه نو د بازار خلګو پرې نه ښود مومن هم لکه د نورو پښتنو په څیر دغه مقامي دوکاندار ته په عصه کې ویل که چرې پیغمبر هم راغې نو تا زه روغ نه پریږدم

د مومن د پلار او ورور موقف دلته کتلې شئ

https://www.facebook.com/100001364214649/posts/4122751404446959/?d=n

په دغه خبره ګیر چاپیره دوکانداران د دغه مقامي شرپسند سره ودریدل اورسول الله ص ته یې پرې د سپکاوي الزام ولګوو

خو د نیکمرغه په دغه موقع موجود پولیسو مومن د دغه ګاونډي بلوائ دوکاندارانو نه محفوظ کړو

په پښتو کې خلګ وایې یو کم عقل ته چا ویل سپی درنه غوږ وتښتوو بیا هغه غوږ ته نه لاس کوو په سپی پسې یې منډې وهلې

د بیګاه داسې د سواړی د بازار نه واخله د ریګا کلی پورې ( چرته چې امین اوسیږي ) خلګ راغونډ شوې وو چې امین قتل کړي ، د فیسبوک صحافیانو هم میدان ګرم کړو ، نن سهار د بونیر نه د پښتونخوا د اسمبلئ لپاره پخوانی ممبر او د لاهور د مندرسې د شیح الحدیث مفتی عزیز الرحمان د ګوند ملګری فضل غفور هم سواړئ بازار ته ورسیدلو او د دغه غریب کډوال په خلاف یې هاغه پروپاګنډې او الزامونه بیان کړل کوم چې د مومن په خلاف د ګاونډي بلوائ دوکاندار دي

زه سوالونه لرم زما یقین شته چې دا به مفتی فضل غفور ( د مفتی عزیز الرحمان ملګری) وګوري ،. او که په رښتیا په قرآن علم لري نو د دغه ایت په رڼا کې به ځواب راکړي .
ایا په جنګ کې پښتانه نا حقه قرآن نه کوي ؟
په پیغمبر او په خدای قسمونه نه کوي ؟
ته خو د فیسبوک د لارې د دغه بلوایانو د خلې خبر شوې ایا تا خپله د مومن موقف اوریدلی ؟
ایا تا د هغه د غریب پلار موقف اوریدلی؟؟
ایا ته خپله دغه وخت موجود وې چې نن خلګ ددغه غریب بچي قتل ته لار همواروې؟؟

قرآن او حدیث خو تاته د تحقیق تلقین کوي ایا تا تحقیق کړی ؟
که کړې دي وي نو د دغې ډاکومنټری ، اډیو یا ویډیو ثبوت لرې ؟؟؟

مونږ ځواب غواړو مونږ ته دا هم مالومه ده چې ستا د کلي او د سواړئ مینځ کې څومره فاصله ده ، ته څومره په دروغو او رښتیاؤ کې فرق کولې شې؟

مفتی فضل غفوره د غریب انسان په اولادونو پسې په ناحقه او بې تفتیشه اولس مه پاروه ، د خپلو خلکو او علاقې نامې په وحشیانو او وحشت مه مشهوروه ، ګنې هسې نه د الله تعالی په شرمنده ګرځونکي مخلوق کې به راشې .او مخ تورن به شې