پشتانه !هم سامراج ځپلي هم خپلو وهلي، د خلاصي لار يي څه دا

شيراز خان مهمند

د مقبوضه قام سخه ټول سرمايه يا کاروبار ايستلو او د بې روزګاره خلقو جذباتي بليک ميلنګ په کومه طريقه وي۔

کله چې سامراج په مقبوضه قام کښې د امنيت ستونزي جوړې کړي او د مقبوضه قام د امنيت د ستونزو لامله خپل سرمايه يا کاروبار يا انوېسویمنټ د وطن سخه اوباسي نو هغه د پاره ا‌‌‌‌‌‌ډيل ځاۍ د سامراج وطن وي ځکه چې هغه ځاۍ يو خو د جغرافيي په لحاظ نژدې وي ، بل د هغه فطرت ته هم نژدې وي ۔
د مقبوضه وطن سخه د سرمايه او روزګار وتلو لامله هلته بې روزګاري عام شي او ډېره زياته شي ۔
اوس د دغه بې روزګارۍ لامله د مقبوضه قام خلک فرسټريټ کېدل شروع شي ۔
دغه فرسټريشن ولې وي ؟؟؟
انسان په فطري توګه يو امن خوښونکي مخلوق دی او دی ډېر وخت په جنګ کښې ښه نشي پاتې کېدی چې په جنګ کښې ډېر وخت پاتې شي نو يا وحشي شي او يا تنګ شي سوله وکړي۔
اوس د هر وخت امنيت ستونزو لامله او بیا داسې امنيت چې دښمن يا وژلو واله پکښې هم معلوم نه وي د مقبوضه قام خلق تنګ وي ۔
کله چې هغه خلق بې روزګاره هم شي نو هغه خلق فرسټريټ شي۔
اوس د فرسټريشن يوازيني علاج سکون دی چې په فرسټريشن کښې انسان د سکون په لټون کښې وي …
( دلته زه سامراجي پالیسئ او فطرت دواړه يو کوم ځکه سامراج د خپلې قبضې لپاره فطرت اکسفلوائټ کوي

اوس مذهب او وطن د انسان په ذهن ډېر لوي تاثير لري۔
د انسان ضروريات وي چې هغه د ژوند بنيادي برخه وي۔

او دغه دواړه څيزونه سامراج کاروي۔

دلته چې کوم خلق د سکون په لټون کښې وي د هغوي ذهن سازي ډېره په اسانه کېږي ځکه چې په فرسټريشن کښې د انسان ذهن ګډ وډ شوی وي او د ذهن سازي کولو واله ډېر په اسانه ماندې دغه ذهن په خپله خوښه جوړولی شي ۔
اوس په دغه فرسټريټ ذهن کښې دوي هغه ته د مذهب په نامه سکون واچوي او هغه د جنت او د حورو په شان شيانو کښې بوخت کړي ( دا په هر مذهب کښې شته )۔
بيا کوم خلق کښې په دې نه غولیږي نو هغوي د خپل ضروريات پوره کولو لپاره د روپو په سر د سامراج اجرتيان جوړ شي او دغه شان نيم قام مستقيم او نيم قام غېر مستقيم د سامراج ګوډاګي شي ۔

او دغه شان د سامراج دغه لوبه په مقبوضه وطن کښې روانه وي ۔
اوس د دې سخه به قام خلاصېږي څنګه ؟
دغه به په شپږمه او اخري برخه کښې ليکم او هغې نه پس به بيا اوږده دمه کوم۔