مناظره د امیر یوسفزئی او غلام فرید حقانی، د هغي مندرسی استاذ په کومه کښې چی نن دهماکه شوی

د نن نه تقریبا یو څو میاشتې وړاندې د پیښور یو مفتی غلام فرید حقانی په فیس بک لګیا وو وئیل یې کوم هغه پښتون افغان چې د افغانستان د ملي اردو ملاتړ کوي د هغه سر پریکول جایز دي

https://fb.watch/1of5mvicFH/

د دغه مولا سره ما په وټس اپ مناظره هم وکړه اخر ځواب ورسره نه وو نو زه یی بلاک کړم او وتښتیدو زما او د دغه مفتی تر مینځ د اواز مسیجونه لا تر نن هم زما په وټس کښې پراته دي
دغه مولا ته ما وئیل ګوره د افغانستان فساد داسې فساد دی چې د دنیا په تاریخ کښې یې مثال نه شي موندلی د هغې وجه دا ده چې په جنګ کښې خو یو ته لازمی شکست کیږی او د افغانستان څلویښت کاله جنګ د پښتنو د خاورې د هرې طبقې خلګو ته شکست ورکړی بلکې د دې جنګ خالقان یی هم خوړلي
بټو د دې فساد خالق وو سره د خپل خاندانه ورک شو _
ضیا الحق د افغانستان په جنګ تیل اړول او په دغه کښې یی د پاکستان مفاد لټول هغه یی هم ټوکړې ټوکړې کړو .
ربانی او مسعود د دې جنګ لومړي ټوپک ماران وو هاغه یی هم وخوړل
سردار داؤد خان محب وطن وو هغه یی هم سره د خپل خاندانه پناه کړل
سوشلسټ ، کمیونسټ انقلابیان یی هم د خلق نه تیر کړل .
د وطن ساتونکی نجیب یی هم پناه کړو
د نجیب د قاتلانو بادار کرنل امام یې هم سینه یخ کړو .
د افغانستان دغه فساد له پوکي ورکونکی سمیع الحق یی هم په منطقی انجام ورسوو
یو وار پکښې د افغانستان ثابته ملی اردو وغورځیدله او بل وار پکښې افغانستان د طالب د پاره جهنم ثابت شو .
هاغه مولا عمر چې د افغانستان په ګوټ ګوټ یی ویره خپره کړی وه هغه چرته او په کوم مرګ مړ شو ؟
د دنیا تر ټولو تکړه عرب جنګیالي هم داسې د افغانستان د جنګ سیلاب یوړل لکه خشاک

عرض می دا دی چې دې فساد هم محب وطن د مخې لری کړي هم یی جهادیان هم کمیونسټان ، هم ګناهګار هم بې ګناه هم د شریعت او امارت خواهش لرونکي پردي ګوډاګیان . هم ډیموکريټان او هم امن غوښتنکي پښتانه دانشوران او سیاست مداران

دې جنګ خجرې ته شکست ورکړو دې جمات ته ورکړو دې سکول ته ورکړو دې جرګه تباه کړه دی د مرکو ځائ پرې نه ښود

د دې هر څه د اوریدو د پاڅه دغه مفتی هم هغسې په خپل دریځ ولاړ وو چې د افغانستان د هر هاغه وګړي دې سر پرېکړې شي څوک چې په افغانستان کښې د موجوده نظام ملګري دي
نن خبر شوم چې دغه مفتی غلام فرید حقانی هم په دغه مندرسه کښې استاذ دی په کومه کښې چی نن دهماکه شوی .خو مفتی پخپله نن غیر خاضر وو .
شکر چې بچ دی . نن که د خفګان ورځ ده نو په دغه ګلونو ماشومانو
باید پښتانه پلاران خپل بچیان د مندرسې د لیږلو نه وړاندې په دې خبرو سوچ وکړي چې زه خپل ماشوم کومې مندرسې ته لیږم د دغې ماشوم مستقبل به څه وي؟
دغه ماشوم ته به د مندرسې سبق د هغه په مستقبل کښې کوم هنر ته لار جوړوي ؟
دغه مور پلار ته پکار دي چې دا لومړی مالومه کړی چې د مندرسې دغه استاذان خو د اندرونی یا بیرونی ایجنسو د کرائ جنګیالي یا د هغوي د پراکسي جنګونو سازوسامان خو نه دي ؟
نو بیا دې پرېکړه کوی ګنې خدائ مه کړه د مندرسو د دغه پراکسي مولایانو په عمل به نور زیان هم ومومي .