صوابۍ ،کړه مار او شېربانو (دوېمه برخه) لیک محمد پروېش شاهين

بيا کۀ د اثارو لوے بازار ته ور ګډ شو نو دغه خو دومره ډېر او امباري دي چې په شمېرلو يې هم پرې ستړے کېږي هغه کۀ راني ګټ دے او کۀ هنډ، لاهور، الکو ډېرۍ،ګلا، اسوټا،دي او کۀ د نني دنيا او دين د نور او معرفت پوهه لوې ادارې شاه منصور، او پنچ پير دي۔

کۀ ژبې ته يې ګورو نو په رشتيا چې ډېره خوږه لهجه لري او پېغلې يې خو بيا په داسې لهجه کښې خبره کوي لکه چې ملائېکو ورته په خله کښې توکلي دي او سړي يې د خبرو نه الهامونه اخلي کۀ د خلقو ساده باده مګر د پت او پښتو او پښتني دود دستور ډک ژوند ته ګوري نو جامه پېزار، شريکه ماته کړې ډوډۍ، کالو خاني تالي، موخه ويشتل، او جامه پېزار يې خو د عحائب ګر په هره پژه کښې موجوده ښکاري
کۀ د زمکي څورب والي او د خلقو د مټو زور ته يې ګورو نو هغه هغه خواږۀ او شتمن فصلونه کوي چې يوه توره لړه ښکاري او بيا ددې خاورې د تماکو فصل چې خوله پرې د دوي بهېږي خو مزي پرې نور او نور کوي او بيا کۀ د لوے ډنډ نه په اخوا يې غازي ته وګورې نو بروتها يې په سړي پرغز راولي ځکه چې کلي خو د دې وران او بې اوبو پاتې شول او د ګټې وټې غولا نزئې بروتها ته لاړه۔
په ژبه پالنه او ژب ساتنه کښـې لوي سټې لري هاغه هاغه اديبان، شاعران او پوهان يې زيګولي دي چې په ډېرو ډېرو مېدانونو کښې خپل ساري نۀ لري۔

کۀ په وسطي او جنوبي ايشيا کښې د الفبا تاريخ ولټوؤ نو دغه الفبا هم د دې خاورې بخښنه ده چې لويه ګواهي پرې چيني زيارت کونکي هون سانګ کوي او سوب يې دا دے چې دلته لوے ژب بولو او لوے ليک دود سازونکي ، لوے ګرامر بولو او په دغه لوي او بې مثله بې مثاله کتاب ليکونکي چې ترننه پورې يې چا مور راوړي جواب هم ونه ليکلې شو او کۀ يې ورکې څۀ وران ځاې په ګوته کړې شو او کوم چې د کلهمې نړۍ د ګرامو ليکونکو دپاره يوه بله روښانه شونټۍ ده چې هر څوک پرې ترې د خپلې لارې رڼولو لپاره ليتکي اخلي۔

هيون سانګ ليکلي دي چې کله چې د نړۍ نه ليک لوست ورک شو نو دلته پائيني ته د الهام او کرامت په لار د يوتاګانو پېرزونه وکړه او دلته ليک دود رامنځ ته شولو او کۀ څۀ رنګ چې پورته ذکر وشو چې د صوابۍ د خلقو ژبه ډېره پاکه او خوږه ده دا نۀ يم پوهه چې د سوات د ژبې نه زياته پاکه ده او که نه؟ هم دغه شان په زرګونو کالونو پخوا به خلق د پاکې او روانې او خوږې ژبې د ايزده کولو دپاره دلته راتلل او بيا چې به د لرې هندوستان نه دلته څوک دې زده کړې له راغلل او بيرته په خېر ستون شو نو خلق به يې لکه د ننني حاجيانو پخېر راغلي له راتلل او د دې ځاے پاکه ژبه به يې ترې تپوسله او اورېدله. څۀ سل کاله پخوا په لوې هند کښې په دې خبره سوال راپورته کړې شو چې په براعظمګي کښې د ليک اغاز له کوم ځايه وشو چا څۀ او چا څۀ ځاے ښودل خو دغه وخت په ژبو، خطونو او اثارو کار کونکي لوي عالم مکس مولر ( مولر ) دومره پخه او رشتونې وينا وکړه چې هيڅ چا سره يې بيا جواب نه وۀ هغۀ ووئيل۔

I still challenge any scholar to provide any nation of writing in Indian literature before the suppared age of panini”

دغه سوب دے چې د ژبو او ليک دود په دې لوي کور کښې په يو وخت کښې 64 ليک دودونه په چلن کښې وو چې يو ورکې تصويري خط هم وۀ د دې خطونو قبول ثبوتونه د هاغه ډېر ليکونو نه په لاس راځي کوم چې دمابڼ په غرونو کښې کنډه، زيده تورډېر، ګلو ډېرۍ کښې مونتلي شوي دي چې لا د ځينو په ژبه او خط پوهانو لاس بري که دي مونتلي او په عجائب ګرونو کښې نامعلومه ژبه او نامعلوم سکرېپټونه په نوم باندې خوندي پراتۀ دي. د پائيني د اوږد دور نه پس په دې سيمه يو بل خوا سترګې غړوي چې هغوي ډېر ډېر ليکونه او کتابونه ليک دي خو دا ليک دود د فقط پښتون خوا پورې دي دا خط يا ليک دود د خروشتي ( خروشتی) په نوم شُهره لري او د شاباز ګړې ډېر ليکونه هم په دې ليک دود کښې ليک دي او غټه خبره دا ده چې د موهن جودوړو د ليکونو (چې هغه هم د پښتنو د وطن نخښه ده ) او د پانېني د ليکونو نه ورستے خط خروشتي دے. چې دا د براعظم ګي په خطونو کښې وړومبے خط دے او لوي راجا اشوک په اخواني هندکي د ډېر ليکونو د ليکلو دپاره د دې قامي ليکوال او استاکاران پيپي کار غوښتلي وو او دغه ليکونکو لويه پېرزونه دا کړې ده چې د هغه په دغه ډېر ليکونو کښې يې خپل نومونه هم ليکلي دي. نۀ يم پوهه چې پښتنو دا ليک دود ولې پرېښودو ځکه چې لوي عالم داني صېب دا وائي چې دا يو مکمل او يو غوره ( کامل) ليک دود وۀ. بيا چې کله په هندو شاهي خاندان په کابل کښې سخته راغله او هغوي کابل پرېښود او هنډ يې خپله پلا زمينه وګرځوله نو دلته يو بل ليک دود ساز کړې شو کوم ته چې شاردا وئيلې شي. چې ړومبے ليکلے کتاب يې چې موضوع يې رياضي ده د مردان په بخشالي کښې موندلې شوې او بيا په لوي هند کښې په ناګري خط او انګليسي ترجمه کښې چاپ شوے دے د چا په حقله چې هاشم غوندې لوے عالم وائې چې دا ليکوال په هند کښې په دنياوي لحاظ د ګوتم بدهه نه ورستو ډېر لوے سړے دے

(يه خدايا دا په څۀ سر شوم خبره خو د مردانوي ورور د مضمون سره د مشغولتيا وه ځکه راځم هغې اړخ ته)

اوس چې کله د کړه مار ، شېوه، شېخ جانه،او د هغې د کافر د ګلو ، ګل رخسارو،يادونه کېږي نو ارو مرو به مو د غوږوکېږي . “چې د دوکړو اواز يې رسي کالو خان ته ” کله چې خداے بخښلي عوامي شاعر علي حېدر جوشي د يوسف خان او شېربانو بدله سازه کړه او د پښتون خوا ريډوانو د پښتونخوا ګوټ ګوټ ته ورسوله نو د نورو قيصې سره سره شېراغونډ، سمېله، شېر بانو، کړه مار، ميره چينه، دوبيان او داسې نور بلها کلي او ځايونه هم رامنينځ ته شول۔

اوس خو به دا خبره نوره هم وږدېږي چې د دغې قيصې د ځايونو يکه غونډ په خير په سوات مومندو او الايي بټګرام کښې هم لرو نو ايا د دې په خپلو کښې څۀ تعلق هم شته کنه؟ په سوات کښې يوه ډېره زړه قبيله په فتح پور کښې وسېږي چې نورې کډې يې خورې ورې په الايي نندياړ، هيلو ، سوات چکېسر، ميان دم او بشي ګرام کښې وسېږي او په 1993ءکښې د جرمني لوے لم لرغون پوهه او نوع پوهه کارل چنمار او د ناروې لوي عالم فريډرک بارتهـ زۀ پروېش شاهين دې ته چمتو کړې وم چې دا قبيله بيا مومم او که ژبه يې لا ژوند ۍ وي نو ريکارډ يې کړم ځکه چې دغه پوهانو د پوهې په مناسبت دا د سوات د ټولو نه زياته زړه قبيله ده خو هغوي يې په موندلو کښې بريالي شوي نۀ وو ما په پوره شل کاله کښې په اتفاقي ډول دغه قبيله بيا موندله چې د ژبې ويونکي يې دا مال فقط اوۀ کسان پاتې دي دغه قبيله په دوو ډلو يا خيلونو کښې ويش ده چې د فتح پور دغې ته يکه بد ېشي وائي او استوګن ځاے يې هم دغه يکه بدېشي نوم لري ،دغه شان په مومندو کښې يکه غونډ په پېښور کښې يکه توت سوات کښې برغونډ او بټ ګرام کښې تورغونډ د کلو او خيلونو نومونه هم لرو. .. نور بيا۔

هم دغه شان کړه مار چې په سوات کښې کړه، بت کړه، کړاکړ، کړاکنډ، د بونېر او د خټکو کړپه ، او د سوابۍ بټاکړه خپل منځ کښې څۀ خپلوي او نسب داري لري او کۀ نا او د حسن ابدال مار+ګلا دې سره څۀ اړخ لګوي
په سوابۍ او کړه مار باندې يو نه څو څو مذهبونه او ورسره کلتور ونه او هغه هم په يو وخت کښې تېر شوى دى او چې څۀ رقم يې مذهبونه او مسلکونه بيل بيل وو هم دغه شان يې دود دستور او مذهبى ګروهې بيلې بيلې دى څۀ وخت چې مشهور او نامتو لوے افغان عالم البيروني په 1030ء کښې دې سيمې ته راغلے وۀ نو هغوى د خپلو ليدلو کتلو حال داسې بيان کړے دے چې دلته وشنو ازم، شيو ازم او نمر پرستى په زور کښې دى او د نادايانا يعنې د وشنو منونکى زيات دى.
خو دا عامه معلومه ده چې په اباسين غاړه کښې په عامه توګه او په ګندارا کښې په خاصه توګه شيوا يو عام دېوتا نمانځلے شو د چينيانو ګرځند وو د دنيا په مناسبت چې دا هم د شيوا مذهب وۀ کوم چې په دې سيمه کښې د لبال مت د غوورزولو سوب وۀ۔

د شيوى او کړه مار په وړومبى ځل د سترګو ليدلے حال د چينى ګرځندور د کتابونو څخه معلوم شوى دى او بيا په دوي ټولو کښې خاص هوى سانګ (هانګ سونګ) وۀ څوک چې پخپله د دې ليدو له راغلے وۀ او خپل ليدلى کتلى او او اوريدلى يې د قلم لاندې راوستلى دى۔

هغه د يو غر په باب خبره کوى کوم چې اوس د کړه مار په نوم مشهور دے او کوم چې ډېر نېغ او ستغ دے او کوم چې د بيهما دېوى په سوب ډېر مشهور دے د دې چيني ګرځنداوى په دغه بيان اوږد او ارت بيرت بيان د لوى لرغون پوهه فوشر( فوچر) وائي چې دا دېوى ډېره طاقتوره وه او د دې يو مندر د کړه مار د غرۀ په منځ کښې وۀ په دې مندر کښې به ډېر سادوان وسېدل چا چې به ځانونه په ايرو لړلى وو د دې دېوى د بت په باره کښې څۀ تفصيل خو نۀ دې ورکړے شوے خو وائي چې دا بت قدرتي طور جوړ شوے وۀ چې په سوام بهو(سایمبیو) نوميدو چې هم دغه په تبت کښې په رانابهو مشهور دے. هم دغه لرغون پوهه فوشر چې کله په 1942ء کښې دلته پخپله دې اثارو کتلو له راغے نو يو سړے يې د لار ښود په ډول د ځان ملګرے کړے وۀ دغې سړى فوشر ته يوه ډېره مزه ناکه قيصه واووله چې دلته يو فقير ميشته وۀ څوک چې خپلو دشمنانو د غرۀ له سره ښکته راغورځولے وۀ خو هغۀ ځان د اونو په ښاخونو کښې راټينګ کړو تر دې چې د هغۀ يوه ملګرې فقيره راغله او هغۀ ته يې خپله ټوکرۍ ونيوله چې دۀ هغې ته ور ودانګل دا ښکلې ښاپېرۍ شېربانو وه (شیر ښځه)د چا نوم چې د درګا سره تړون لرى۔

پروفېسر توشي څوک چې د نړۍ په يوه دوه دريو لرغون پوهانو کښې حساب عالم دے مخکښې ليکى چې د دې قيصې نه مونږ څلور مطلبونه اخستې شو (1) د غرونو مسلک(2) د دې دېوګنې يا ښاپېرۍ مسلک(3) چې دا د دې ځاے اصلى او محلى مسلک وۀ(4) او هم دغه مسلک چې بيا يې په اسلامى دوره کښې بل شکل او بيان اخستے دے۔

دلته په دې کړه مار کښې د اور پرستۍ د عبادت او مندر خبره ډېره مشهور ده دې باره کښې په ګندهارا او کاپيسا د پى ايچ ډى د مقالې ليکونکى عالمه ګپتا ليکى چې په ګندهارا کښې درګاه د بيهما يا د بهى ماله په نوم مشهوره وه.
کله چې په هنډ کښې د هندو شاهانو باچاهى وه نو د هندباچا چې کميش وري يو نمر پرست د شيوا او مندر جوړولو د کار دپاره مقرر کړو۔

بيهما پخپله د درګا ديوى يو شکل دے دا درګا به د ديوتاګانو په شان د عبادت لائق ځاے ګڼلے شو په دغه حقله د چينى هيون سانګ خپل ليدکلے بيان دا شان دے. د پوليوشا (شابازګړې) ښار په سويل او نمرختيز د پنځوس لي په واټن په يو اوچت غر د ايشور ديوتا د ښځې د اودى ګټې جوړ يو بت دے دا بيهما دېوى ده د لوړې طبقې او ټيټې طبقې ټول خلق دا وائي چې دا بت پخپله جوړ شوے دے مشهوره ده چې دې بت ډېر کرامات ښودلى دى دغه سوب دے چې دا ټول د دې عبادت کوى د لوى هندي د هر ګوټ نه خلق د منښتو دپاره دلته راځى او دلته خوشاليانې او شتمنۍ تر ګوتو کوى دلته هره نمونه خلق راځى او د الوهى روح د شکل ليدو دپاره اوۀ ورځې روژه کوى د کوى کولو پس چې دا هر څۀ ووينى او ډېرې دعاګانې يې قبليږى د غرۀ وېخ کښې د مشهور دېو يو مندر دے چرته چې په ايرو لړلى مذهبى خلق دلته قربانيانې ورکوى اوس دغه د غرۀ د ويخ دغه مندر څۀ شو تر دې چې څۀ لږ غوندې اثار يې هم نشته دے دې لړ کښې فوشر خيال ښکاره کړے دے چې کله انګرېزى انجنيرانو دا سړک جوړولو نو هغوى د بيهما دېوى دغه بت مات کړو اوس فقط د دغې لاندېني ديوالونه ليدې شى او نمرخاتۀ په اړخ يو زيارت دے د چا نه چې چاپېره دېوالونه دى او دا د بت وخانقاهانو په شان دى په کوم چې وړې وړې جنډې رپېږى ډېر عقيدت مند اوس هم دلته راځى چرته چې ښکلو اونو په دې زيارت سېورے جوړ کړے دے د غرۀ په سر د يکا صاحب زيارت دے ورسره د يکا صېب د سپې قبر هم دے۔
فوشرپه ورستى کښې په دې نتيجه رسيدلے دے چې وائي چې هم دغه مندر چې ورک شوے دے او کوم چې دومره مشهور وۀ هغه هم په دغه ځاے وۀ چرته چې اوس شيوه ده .د هون ساګ چينى د کتاب ژباړن ليکى چې دا بت د مشهور دېوتا د ښځې وۀ۔

په عام ډول دا خبره مشهوره کړې شوې ده چې لوے راجا اشوک خپل ډېر ليکونه پخپل ملکى سرحدونو لګولى وو خو کۀ په ژور نظر وکتلى شى نو دا خبره سمون نۀ خورى ځکه چې سوابۍ او شابازګړه د باچاهۍ په سرحدونو پرتې سيمې نۀ دى د اشوک حکم تر کشميره پورې او د ګلګت هنزه او چترال واخان پورې په چلن کښې وۀ کۀ ورسره يې دې خبرې ته هم نظر وکړو چې د اشوک راجا ډېر ليکونه خو په باجوړ او بونير کښې هم موندلي شوى دى فقط په سوات کښې لا دغه څۀ ډبر ليک نۀ دې تر لاسه شوى حالانکې دا ډېره د حېرانتيا خبره ده ځکه چې سوات د اشوک راجا مورنې او پلارنې وطن وۀ او دغه وجه وه چې هغه سوات بالی – ګرامه يا ټېکس فرې زون ګرځولے وۀ او بله دا چې سوات ته يې د دۀ د خپلې خدائي حسن اوديانه سره سره (د اسوکا باغ) نوم هم ورکړے وۀ۔

دا هم ولولئ

صوابۍ ،کړه مار او شېربانو (لومړۍ ټوک)لیک محمد پروېش شاهين