سجدہ

لیک:اعزاز احمد

شيطان څوک ده او هغه خداى په ذاتي توګه په پېژندلو سره  او د خداى په قوت د پوهيدلو باوجود هم  هغه له خداى سره د اختلاف جرات په کوم بنياد وکړ….؟

ويل کيږي چې شيطان د خداى يوه ډېره پوهه فرښته وه چې هغې په زرګونو کلونو د خدائ عبادت کړئ وو  او خدائ ته ډېره نږدې فرښته وه کله چې خدائ آدم جوړ کړ نو ټولو فرښتو ته يې وويل چې آدم ته سجده وکړي ،ټولو فرښتو سجده وکړه خو شيطان انکار وکړ

هسې پدې کيسه کې خو د فکر کولو لپاره ډېرې خبرې دي لکه دا چې که شيطان له الله سره ډېر  نږديوالئ درلود نو آيا شيطان ته دا اندازه نه وه چې د دې له  انکار کولو  نه به څه نتيجه رامينځته کيږي؟

او که هغه ته معلومه وه نو بيا يې دا لار ولې غوره کړه؟

آيا د هغه دا خيال وو چې له الله سره په جنګ کولو به له ده سره کوم بل خداى يو ځائى شي؟

د الله سره دا فرمان هم منسوبيږي  چې د الله شرک نه خوښېږي او بل دا چې که له الله نه پرته بل چاته سجده کول جايز وائ نو ښځې ته به يې حکم کړئ وو چې خپل خاوند ته دې سجده وکړي.

که دا خبره رېښتوني ده نو بيا الله په کوم بنياد باندې فرښتو ته حکم وکړ چې آدم ته دې سجدې وکړي؟

آيا ديوې ورځې لپاره  الله نه د غير  الله ته  سجده کولو باندې بنديز لرې کړل شوئ وو؟

که دا کيسه سمه نه ده نو بيا اصل کيسه څه ده؟

 آدم ته د شيطان د سجدې جواز او بيا له سجدې نه انکار خو نه کله زما سر پرې خلاص شو او نه هم له چا سره د دې کوم مطمین کونکئ ځواب موجود وو.

. الله چې شيطان پيدا کولو  آيا الله  په دې نه پوهيده چې شيطان به زما د آمر نافرماني کوي؟

. او که پوهيده بيا يې ولې پيدا کاوه؟

. بله پوښتنه دا چې  شيطان الله پيدا کړ بيا شيطان د الله د امر څخه د سرغړونې قدرت له کومه کړ؟

. شيطان الله پيدا کړئ د انسان د ګمراه کولو قوت هم الله ورکړئ

آلله د شيطان او  شيطان ته  د ورکړي قوت په ذريعه په لوى لاس انسانان ګمراه کوي او بيا يې په اور کې سوځوي. نو بيا هغه د مور او پلار نه اويا وارې مهربان، عادل، رحمان او رحيم الله څه شو؟

آيا هغه څوک چې د مور او پلار نه اويا وارې مهربان، عادل، رحمان او رحيم وي آيا هغه دومره ظالم کيدلئ شي؟

. او بله خبره دا چې الله وايي چې د آدم له پيدايښت وروسته ما شيطان په جنت بند کړ. ښه چې الله شيطان په جنت بند کړ بيا شيطان څنګه جنت ته داخل شو او آدم ته يې دوکه  څه رکم ورکړه چې د غنم دانه وخوري؟حديثو کې راځي چې کله ته د سهاره ډېر ويده شې  شيطان دې په غوږ کې متيازې کوي  کله چې ته په چپ لاس ډوډۍ خورې شيطان يې درسره خوري کله چې ته بسم الله و نه وايې سکس کوې شيطان هم پکې مداخله کوي دا دې بخاري سايي حديث دي.

نو شيطان خو د اور نه پيدا دى  نه  پښتورګي (ګردې ) لري  هغه خو نه متيازې کوئ شي هغه نه اوبه څښي.

پس متيازې له کومه کړې؟

هغه ډوډۍ ولې خوري؟

هغه سکس څه رکم کوي؟

د دې پوښتنو علمي او منطقي ځواب نشته.

رښتيا دا خبره چې دوئ وايي چې شيطان د اور څخه جوړ ده په دې به هم لږ رڼا واچوو  اور د طبيعت بنسټي عنصر نه  بلكه خپله د نورو كيمياوي عناصرو څخه متشكل شوى دى لكه اكسيجن، نايتروجن، كاربن ډاى اوكسايډ،  او داسي نور.  اور اساسا يو مريي (د ليدلو قابل) كيمياوي عكس العمل دي (احتراق) چي په اتموسفير (چاپيريال) كښي د اكسيجن د گاز او سوځيدونكي موادو Fuel لكه لرگي يا تيلو تر مينځ زيږي.  طبعا يوازي په يوه اكسيجن لرونكي چاپيريال كي د سوځيدونكي موادو ايښودل اور مينځ ته نشي راوستلاى، بلكه د احتراق د پيل كولو لپاره و تودوخي يا حرارت ته هم ضرورت شته.  هره سوځيدونكې ماده ځانته بيله د اشتعال د حرارت درجه لري.  مثلا لرگي عموما د ١٥٠ درجې سانتي گريډ په شاوخوا كي اور اخلي

پاته شوه خبره د شيطان د اوره څخه د پيدا كيدلو:  كه شيطان د اوره څخه پيدا شوى وي نو بايد فيزيكي وجود ولري ځكه چي اور ،لكه څنگه چي په پورتني مطلب كي مي تشريح در كړې ده، يوه فيزيكي پديده ده.  خو دا موجود بيا د خلكو ذهنونه كنټرولوي، په هر زمان او مكان كي حضور لري او حتى د خلكو په غوږونو كي ميتيازي کوي، ډوډۍ خوري، حتا په سکس کې لا هم مداخله کوي او د اذان پر وخت ټيزونه هم اچوي.  تاسو ويني چي دغه نظر څومره د تنقيضاتو ډك دى، نو خپله مو عقل په كار واچوئ او قضاوت وكړئ

. ځينې تعليم يافته مذهبي روبوټان بيا دا وايي چې داسي ډېر شيان شته چي ساينس يې شتون ثابت کړی دی، خو موږ يې فزيکي شتون نه وينو. مثلاً د ماليکيولونو د اټومونو تر منځ اليکټرو سټاټيکي قوه، ایونایزیشن قوه، قطبيت، د مځکي جاذبې قوه يا د آينسټاين د Curvature تيوري چي د gravity سبب شوی دی… او داسي نور.  داسي شيان ډېر شته چي شتون لري خو فزيکي شتون نه لري او شیطان هم د دوی له جملې څخه دی

ځواب  هغه شيان چي په سترگو نه ليدل كيږي د آلاتو (لكه ټيليسكوپ، مايكروسكوپ، او داسي نور) په واسطه تشخيص كيداى او اندازه كيداى شي.  د آينشټاين د فضا كوږوالى په اسمان كي د ستورو د رڼاوو څخه ثابت شوى دى. په هر صورت تاسو  وايئ  چي شيطان فيزيكي شتون نه لري، خو اور خو فيزيكي شئ دى، نو دى بيا د اوره څخه څنگه جوړ شوى دى؟  او بل ميتيازي څنگه كوي او ټيزونه څنگه اچوي چي فيزيكي موجود نه دى؟؟

د عبدالوخان پوهنتون مردان ژورنالیزم او ډله ایز ارتباطاتو زده کونکي اعزاز احمد مقاله، تاسو کولی شئ هغه سره بریښنالیک ته ورسیږئ

Aizaz.ak@gmil.com