زرڅانګه:خلک په کانړو باندې ولي سارانې دې کنه،راشه ماما ځوي دې ليونې دې

پښتنه خوږ غږې هنرمنده زرڅانګه چې خپل نوم ئې ،ځلوبې، دې د پښتونخوا په ،سرائې نورنګ ،کښې په کال ۱۹۳۸ کښې زېږېدلې .په قبیله بيټنې ده د پلار نوم ئې پروېز او د خاوند نوم ئې مولا جان وو زر څانګه ده شل کلن عمر نه سندرې وائي ۔

زر څانګه وائي چې د سندرو لپاره ډېر بارني هېوادنو لکه ،امريکا، جرمني ، تاجکستان، او افغانستان سره ډېر هغه هېوادنو ته تلې ېم چې پښتانه پکښې اوسېږي. زر څانګه ډېر د غريبې ژوند په خیمو کښې اوس تېره وي شپږ ځامن او درې لونړه ئې دي خپل کور ئې هم نشته .زرڅانګه وائي! اوس ئې عمر له ۷۰ کالو نه اوښتی او له ۲۰ کلنۍ نه یې د سندرو ویل پېل کړي وو خو دا چې د ځامنو، لوڼو انږیاندو او لمسو پالنه ورپغاړه ده نو چې څه ئې ګټلي هغه یې بچو ته ورکړي ژوند یې پې څه ناڅه تېر شوی خو پیسې ئې بچت نه کړې شوې او د خپل ذاتي کور ارمان ئې هم پوره شوی نه دې۔

زر څانګه وائي دا ارمان لرم چې زما هم په نړې کښې ېو کور وې چې سبا که مړه شم نو چې جنازه مې له خپله کوره پورته شي نه دا چې له کېږدۍ به مې هدیرې ته وړي. که زر څانګه په بل کم هېواد کښې وې نو اوس به د خپل هنر او خوږ غږ په برکت ډېره ستر وې خو پداسې وطن کښې ژوند کوي چې سندره خو خلک ښوښه وي خو د خوږ غږ څښتن ته ډم وائي او سپک ئې ګنړي د پېښور ټيلي ويژن پخوانې پروډيوسر شوکت علي وائي چې زرڅانګه په هنر کښې ېوه ايکيډمي ده بائد چې ددې د هنر نه ګټه واخيستل شي ۔

لیک مولا خانزيب