د پښتو ژبې نوميالي انقلابي سندر غاړی عبدالله مقري نن د کورونا ناروغې له کبله له نړۍ سترګي پټي کړې

د پښتو ژبې نوميالي انقلابي سندر غاړی عبدالله مقري نن د کورونا ناروغې له کبله له نړۍ سترګي پټي کړې
ده سلیریشت کالو کښی ياد سندر غاړې خپله اولنی سندره ده کابل ریڈېو ده لاری خپره کړې وا چې بول یې و، اې باغه زمه اې بوستانه زمه….. نور تفصیل ده جمال صافی په دی راپور‌ کښې، اواز فواد صافی

د افغانستان نوميالی ولسي او حماسي سندرغاړی عبدالله مقری د جون پر ۲۰مه، د ۶۸ کالو په عمر د ورپېښې ناورغۍ له امله د کابل په يوه روغتون کې ومړ.

ټاکل شوې ده چې د نوموړي مړی د جون پر ۲۱مه هم په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د مقري زوی مير خان مشال راډيو ته وويل چې پلار يې په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته شاوخوا يوه اوونۍ د کابل په يوه روغتون کې بستر وو چې هم هلته د زړه د حرکت درېدو له امله يې ساه ورکړه.

مير خان، چې خپله هم سندرغاړی دی، زياته کړه چې د پلار د موسيقۍ هدف يې د لر و بر پښتنو يووالی وو. “مقري صاحب ۶۸ کاله ژوند او شاوخوا ۴۰ کاله يې موسيقي وکړه. د هغه د سندرو مهم پيغام د پښتنو ورورګلوي او يووالی وو. پلار به مې اکثره ويل چې پښتنو ته هره ورځ په خپلو سندرو کې نصيحت کوي خو هغوی مې بيا يوازې د يوه ښه سندرغاړي په توګه يادوي.”

عبدالله مقری د غزني ولايت د مقر په کوچالو کلي کې زېږېدلی وو. ځوان وو چې کابل ته ولاړ او هم هلته يې زده کړې وکړې او شاعري يې هم کوله خو د مير خان په وينا، هغه مهال کوم سندرغاړي د ده شعر ويلو ته زړه نه ښه کاوه او علت يې دا وو چې په شعر کې يې د وطن خبرې وې.

“بس نو مجبور شو چې خپل شعرونه په خپله له موسيقۍ سره ووايي. همدا وه چې د يوه سندرغاړي په توګه يې د خپلو خلکو محبوبيت تر لاسه کړ.”

د افغانستان حکومت د عبدالله مقري پر مړينه خپګان ښوولی او دا يې د پښتني موسيقۍ او کلتور لپاره “لويه ضايعه” بللې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند د جون پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې مقري د خپلو حماسي سندرو له لارې ځوانان له وطن سره مينې ته هڅولي دي.

د افغانستان د ملي راډيو او ټېلېوېژن يو مشر غني مدقق هم له مشال راډيو سره په خبرو کې عبدالله مقری د هېواد د يوه لوی محلي او حماسي سندرغاړي په توګه ياد کړ.

نوموړي وویل، هڅه به وکړي د مقري پخوانۍ سندرې په نوې او ډېجېټل بڼه افغانانو ته وړاندې کړي. “مقری صاحب د هېواد تکړه سندرغاړی وو. زما يادېږي چې هغه خپل لومړني هنري کارونه د افغانستان له ملي راډيو او وروسته له ټېلېوېژنه پيل کړل. هغه د مرحوم ډاکټر نجيب الله د حکومت په دوره کې خورا زيات وځلېد. د مقري صاحب مړينه واقعاً يوه ستره ضايعه ده. موږ د راډيو په ارشېف کې د هغه سلګونه سندرې لرو. همداراز، شاوخوا ۸۰ سندرې يې د ټېلېوېژن لپاره ويډيو شوې دي. موږ به هڅه وکړو چې د ده سندرې اېچ ډي (ښه ویډیويي کیفیت) ته واړوو او د هغه پر ژوند او کار ځانګړي پروګرامونه هم جوړ کړو.”

نوموړي زياته کړه چې د هنر په برخه کې د عبدالله مقري خدماتو ته په کتو د افغانستان حکومت نوموړي ته وخت په وخت جايزې او انعامونه هم ورکړي دي.

په جلال باد کې د موسيقۍ استاد کمين ګل وايي، له عبدالله مقري سره يې له نېږدې ليدلي او له وطن سره د هغه د “بې کچه مينې شاهد” دی.

د کمين ګل په وينا، مقري د لوګري موسيقۍ د استادانو په تعقيبولو

د عبدالله مقري د مړينې د خبر له خپرېدو سره سم د پښتو موسيقۍ ګڼو مينه والو پر ټولنيزو شبکو د نوموړي د مغفرت د دعاګانو پوسټونه کړي دي.