د پښتو د کلاسيکي موسيقي شيدا یو بابا چی تر پينزه سوه پوري زړي د ټيپ کيسټونه ورسره خوندي پراته دي

د شپيته کلن خان بهادر دي۔ خان بهادر د پښتو د کلاسيکي موسيقي شيدا دي۔ او تر پينزه سوه پوري زړي د ټيپ کيسټونه ورسره خوندي پراته دي ۔ يو يو کيسټ يي لکه د خوګ ګوتي ساتلي دي۔ په هرکيسټ باندي د سندرغاړي نوم او واليم نمبر سره سره ورته په دغه کيسټونو کښ ټولي سندري هم يادي دي خان بهادر ووايي دا محفوظ کړي شوي موسيقي مي جوند دي

د تخت بهائي نهر غاړي اوسيدونکي خان بهادر ووايي چي ړومبني کيسټ يي په کال ۱۹۸۲ کښ اغستي وو کيسټ ورسره ووس هم په هغه رنګ کښ محفوظ دي۔ ، او د اتو کالو په عمر کښ يي په ړومبي ځل د خيال استاد سندره اوريدلي ووه۔

خان بهادر ووايي چي د خيال استاد او شاه ولي سره يي دامره مينه ووه چي پيښور رامداس کښ به ورسره په ګهنټؤ ګهنټؤ ناسته کوله۔ او دغي ميني بيا د کلي نه تر پيښوره مسافرکړو، او هم دغلته يي د رزق لپاره د سوکيداري نوکري شروع کړه ، چرته چي د دوي د رور د ريډيو د جوړښت کاروبار وو

نن خآن بهادر د فالج ناروغي کمزوري کړي دي ۔ خو چي کله ورته هم وخت ميلاوګي نو په خپل زورړ ټيپ ريکارډ باندي هم دغه زاړه ريکارډونه غګوي ، او غواړي چي د هغه محفوظ کړي شوي کيسټونه هم داسي خوندي او جوندي پاتي شي ۔