د پښتو د ړؤمبني فلم يوسف خان او شيربانو په ياد کښ سندره په خله دا اته شپيته کلن معشوق حسين چا چي ټول عمر يي په سينما کښ د پروجيکټر اپريټر په هيث تير کړی دی ۔

راشه و راشه سلګي مي خيژي روح مي روان دي ۔۔۔۔۔

د پښتو د ړؤمبني فلم يوسف خان او شيربانو په ياد کښ سندره په خله دا اته شپيته کلن معشوق حسين دي۔ معشوق حسين ته نن هم هغه ورځ ور په ياد ده کله چي د نوښار په شاليمار سينما باندي دا تاريخي او کلتوري فلم لګيدلي ووي۔
د رسالپور اوسيدونکي معشوق حسين ته د فلم منظر او دغه سندره ځکه ياده ده چي ټول عمر يي په سينما کښ د پروجيکټر اپريټر په هيث تير کړی دی ۔ د تيرو وخت يو شمير ياددونه ورسره دي او ووس يي هم په خوند خوند ووايي

معشوق حسين د نوښار ، مردان ، پيښور پشمول د ملک په يو شمير سنيماګانو کښ د رزق او شوق لپاره د اپريټر نوکري سر ته رسولي ده ۔ د پښتو او اردو فلمونو سره د انګريزي فلمونو په سلګونو هنرمندان او د هغوي فن ورته ياد دي ۔ او ووس هم د تير وخټ د فلم انډسټړي رنګيني او روښانه دور يادوي ۔ خو په موجوده دور کښ د ارټ او فلم سره د سينما په حالت ډير غمجن دي

معشوق حسين نن د رسالپور په لويي چونګي سيمه کښ د کرياني يو دکان کښ د خپل جوند ورځي شپي سبا کوي۔ د فلم انډسټري ، سينما او موسيقي يادونه يي په خپله سينه باندي خوندي کړې ، او غواړي چي سوک د هغه د زړه نه د سلويښتو کالو دا رنګين لمحي په خپله لمن کښ واخلي ۔۔۔ خو داسي سوک ورته لا ميلاو نه دي ۔ بچي يي هم د رزق په تلاش کښ سرګردانه دي ۔ او معشوق حسين له دخپلو تير هير يادونو سره د ژوند په زغل کښ روان دي ۔
پکار ده چي د معشوق حسين په شان يو شمير د دي شعبي سره تړلي خلقو ته قدر ورکړي شي ، چي د دوي دا اخري وخټ په سکون او ارام شي