د مجزوب صېب هغه نظم چی د باچا خان بابا د زندان په وخت کښې لیکلې و

د مجذوب صېب یو نظم ‘د رمې شپونکیه څه شوې؟’ زما ډیر زیات خوښ دې، دا نظم که څه هم مجذوب هاغه وخت لیکلې وو چې کله باچا خان بابا په زندان کښې وو خو نن وخت کښې چې پښتون افغان وطن یو بحران سره مخامخ دې، زمونږ سترګو کښې رېګونه دي، هیڅ واضح نه دي، تر نامالوم وخته پورې هیڅ تګلاره نه ده مالومه چې څه به کېږي او څه کول دي ـ د یاسیت ښکار شوي زړونه مو ماړه دي ـ دا نظم زمونږ د وطن کنډر کنډر پریوتي دیوالونو نمایندګي کوي ـ

رمې شپونکیه څه شوې
‏عبدالرحیم مجذوب

‏لمر خو لاړو مازدیګر شو لوګه درګه وران ګودر شو
‏د رڼا پاڼه زېړېږي ورځ مرګونې معلومېږي
‏په مخ شپه خوف و خطر دے, د شرمخو شور و شر دے
‏زما دوه سترګې څلور دي، په کتو کتو اوبه شوې
‏ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه
شوې

رمه لاړه تار په تار ده, له هر چا غلطه لار ده
‏د تیارو مارنګې ښوري, ډیوې نه بلوي ستوري
‏لکه کاغې کُړنګې شوې، تورې ورېځې ټینګې شوې
‏لار کښې کندې تباهي ده، یوه منحوسه سیاهي ده
‏دا رمه به دې تر شپوله روغه نه ورسي ټوله
‏د تیارې له خوشې یرې زهرې وچاودې اوبه شوې

‏ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې

‏په تیارو کښې نغښتي غرونه لکه غټ سکڼي مارونه
‏د برزخ په تهخانو کښې بدروحونه په چجو کښې
‏زړه چاودونګے شان مزل دے, ملۀ په ملۀ ګومان د غل دے
‏نه د لارې څوک رهبر شته, نه رهبر باندې باور شته
‏د رمې شپونکیه راشه! ته د لارې رهنما شه

دا غفلت به دې تر څو وي, ته بېدار یې که اوده شوې
‏ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې

‏تا چې پرېښودله لاړې, شنې بېدیا شوې ښورې شاړې
‏پښتونخوا باندې تورتم دے, یو بې شوره شان ماتم دے
‏غر او سمه غلي غلي، لکه مړي ساه نیولي
‏نه شپونکے, نه یې اواز شته, نه اوس چا د شپېلۍ ساز شته

یوه ناچپه خاموشي ده, ژبه پرې ده غږ بندي ده
‏رمه شوري بې شپونکیه, څه ناشونې دې پرې وشوې
‏ولې ته راښکاره نه شوې, د رمې شپونکیه څه شوې

‏د رمې شپونکیه راشه! د مړو زړونو مسیحا شه
‏بیا دې ګوتې په شپېلۍ که, ترې نه تلې خوشالۍ که
‏زڼي جونه په ګډه که, نوے ژوند پکښې پېدا که

بیا دې وچېړه راګونه, رانه وڅنډه ګردونه
‏رمه بوځه دې تر کوره, له لېوانو یې وژغوره
‏زما دوه سترګې څلور شوې, په کتو کتو اوبه شوې
‏ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې