دوئم اکتوبر د عدم تشدد نړې واله ورځ

لیک:مولانا خانزيب

وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ  سورة النور
بخښنه کوې مخ اړوې د ملامتېا نه تاسو نه غواړې چې خدائې بخښنه اوکړي تاسو ته خدائې بخښونکې مهربان دې

خپله ټولنه پدې وخت کښې پدې پوهه کول لازم دي چې د اسلام د صبر عفو درګزر برداشت او د بدل په ځائې بخښنه کول څومره مهمه ګنړي څومره ثوابونه پې وائل شوي . د خدائې د پیغمبر د ژوند په هر اړخ کښې د ښو اخلاقو د خپل دشمن د معافې او د زغم څومره مثالونه قائم کړي د خپل تره حمزه صېب قاتل وحشي څنګه معاف کړې وو د مدينې د منافقانو سره ئې څومره ګزاره کړې وه . په اسلام کښې د خدائې د اړخ نه د انسان سره څومره د رحم سلوک کيږي ځکه چې د خدائې صفت ،ارحم الراحمين، راغلې د عرش لاندې دا کلمه لیکل شوې چې زما رحم په غضب غالب دې . پښتانه پښتون ولي ننواتې جرګې رورولې چم ګاونډ او روغې جوړې ته څومره درناوښت ورکوي

دا ټول کارونه د اسلام او خپلو رواېاتو په اساس چې اوګورو نو هم ‌دغه د عدم تشدد اړخونه دي. عدم تشدد د خپل رور سره د ګزارې او د ظالم سره د ژبې دليل او اصولو په وسله د ډغرې نوم دې. پښتانه وائي هر څه په نره کيږي خو روري په بې غېرتوب کيږي يعنې په ګوزاره ! عدم تشدد د بېکاره خلکو نه د نرانو خلکو کار دې ځکه چې د خدائې پیغمبر د ظالم خلاف خبره کول غوره جهاد ګرزولې حق وېنا څومره زور لري څومره زور ظالم له ورکوي دا چې کله څوک د حق وائلو توان لري هغه ته پته لږي بائد چې خپل پښتانه رونړه پدې پوهه کړو چې خپل مسلمان رور وژل جهاد نه دې بلکښې د مسلمان مال ځان او عزت بچ کول جهاد دې په اسلام کښې د ېو بې ګناه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه ګنړل شوې څوک چې درباندې خپل مسلمان رور وژني دا سړې د اسلام د انساني حرمت ده فلسفې نه نه دې خبر هغه دين چې په هغې کښې د چا زړه هزارول د کعبې نړولو نه لوئي جرم ګنړل شوې څنګه د ېو انسان وژلو امر کولې شي په لاره کښې بم کېښودل څوک ويشتل کورونه ډزول انسانان په وسلو چړو ويرول د چا نه په زور پیسې غوښتل اسلام نه دې د خدائې پیغمبر ص وائي چا چې په مسلمان وسله اوچته کړه دا زما د امت نه نه دې بلکښې په اسلام کښې د لارې نه ازغې ګټه مرداره لرې کول ایمان ګرزول شوې دې د مسلمان مال عزت اخيستل پښتو اسلام نه دې بلکښې بچ کول اسلام پښتو او غیرت دې. د خپل وطن بې امني اسلام نه دې بلکښې د حضرت ابراهيم ع د دعا ترمخه د خپل کور کلي امن اسلام دې خدائې پاک په قرېشو په حالت د کفر کښې هم د امن زباد کړې. د خپل وطن نه ورانول ابادول د مظلوم سره اودرېدل د خدائې د پیغمبر تعليمات دي د خپل وطن په وسائلو لوټ کېدو چپ کېدل نه بلکښې غږېدل د نرې کار دې د ظالم مقابله. کښې د مظلوم پلوي اسلام دې. پښتانه د وژنو او جنګونو ټهیکداران نه دي بلکښې د زرګونو کاله نه ددوئې وطن د امن د وږمو ټاټوبې پاتي شوې دا پښتانه فطرتا متشددين نه دي تشدد دوئې له راوړل شوې دې د ډېرو وسيلو په زور او لا دغه لوبه روانه ده. د تورې جهاد د افرادو ټولګو نه د ریاست فريضه ده. بائد چې مونږ دا خپله خاوره د هر ډول ظلم جنګ او تشدد نه پاکه کړو تشدد د فرد کورنې نه واخله تر د قام او ریاست پورې اوغندو او ختم ئې کړو دېته اسلام وائي هم دېته پښتو او هم دېته عدم تشدد

زمونږ سره د امن او د عدم تشدد لوئي علامت باچاخان شته دهغه په اړه ېحې وردګ پخپل کتاب ،زمونږ دباچا خبرې، کښې وائي چې باچاخان به وائل

زه تاسو له ېو داسې وسله درکوم چې کم پولېس پوځ ئې ستاسو نه نشي اخيستې .دا پېغمبري وسله ده د دنېا ېو طاقت هم دېته نشي ټينګېدې . کله چې تاسو خپلو سیمو ته لاړ شې نو هلته خلکو ته اووائې چې دلته ېو خدائي لښکر دې چې دهغوئي وسله ،عدم تشدد، دې خپلو خپلوانو او کليوالو ته اووائې چې پدې خدائي لښکر کښې شامل شې. هغوئي ته اووائې چې پدې لاره کښې ټول کړاؤونه او ازمیښتونه دي. دغه هرڅه دې په صبر سره اوزغمي که صبر ئې اوکړو کامیاب به شئ

لیک مولانا خانزيب تاسو کولی شئ هغه ته ورسیږئ

mulanakhanzeb2016@gmail.com