خدائ مه کړه دا قطر مذاکراتو نتیجه به هم لکه د ملاکنډ وی

کله چې د سوات د طالبانو سره د روغې جوړې خبره کیدله نو هغوی د هغې وخت حکومت ته خپل شرایط کیښودل لومړې شرط دا وو چې په ملاکنډ ډویژن کښی دې شرعی عدالتونه قائم شی ، حکومت ورسره ومنله خو ددغې په بدل کښی ورته د حکومت شرط دا وو چې تاسو به وسلې غورځوی ، طالبانو ورسره دا هم ومنله ، لا یوه هفته تیره نه وه چې طالبانو ددغې معاهدې نه دومره غلطه فائده واخسته چې په بونیر او دیر یی هم قبضه وکړه

د طالبانو د راډیو سټیشن نه به د اولې نه واخله تر اخری وخته پورې خلګو دا یو ایات اوریدلو

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ.
ترجمه :، تاسو تر هغې پورې د کفارو فتنه ګرو سره وجنګیږی تر سو چې هغوی ستاسو په لار نه شی او ټول دین د الله د پاره شی

د پښتونخوا اکثریتی مولایان او پښتانه وایی چې نه د سوات طالبان خراب وو او د افغانستان هغه ټیک دي
دې خلګو ته زه وایم چې د افغانستان هغه ځکه ټیک دی چې هغوی افغانستان ورانوی او د پښتونخوا هغه ځکه خراب دی چې هغوی پښتونخوا ورانوی ،
کله چې په ۲۰۰۱ کښی د طالبانو او د نورو ډلو خلاف اپریشن پیل شو نو لومړې ورله فضل الله او د هغه نائب امیر شاه دوران او ترجمان مسلم خان رسیدلی وو او د مولا عمر په صف کښی ولاړ وو ،او بیا واپس راغلل نو انتقام یی د پښتنو مسلمانانو نه واخستو او کوم ایاتونه چې د مکې د مشرکینو خلاف نازل شوی هغه یی په پښتنو نافذ کړل

د افغانستان د طالبانو په اړه چې ما څومره ډاکومنټری او یا د هغوی خپلې پروپیګنډه ویډیوګانې لیدلی نو هغوی هم پیل او اختتام په دغه ایات کوی

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ

اوس عرض دادې چې پښتانه یا په افغانستان کښی نور قامونه خو مسلمانان دی نو څه رنګه د مکې د مشرکینو خلاف ایاتونه په هغوی نافذوی ؟؟

د طالب د دیرشو کالو د اوږدې جګړې هم دا مطلب دې چې دغه ایاتونه په هغه چا نافذ کړه څوک چې درسره اختلاف لری که د یوی کلیمې مسلمان ولی نه وی

خدائ دې وکړی چې د افغانستان د سولې خبرې کامیابې شی او دائمی سوله راشی خو زما په نظر د دې د کامیابۍ هیڅ چانس نشته ، ځکه طالب ټوپکماره ډله ده او دهغوی کلکه عقیده ده چې دغه څوارلس سوه کاله مخکښی نازل شوی ایات هم په پښتنو / افغانانو فټ راځی او د مخالفت په وخت پرې دغه ایات نازل کړه او حکومت پرې وکړه او ولوټه یی

طالب یو ځل ددې ایاتونو فایده واخسته او اقتدار ته پرې ورسیدل او نتیجه یی د افغانستان معاشی ، تجارتی ، اقتصادی او علمی تباهی شوه او په ملینو پښتانه در په در شو

هغه په قطر کښی ناست طالبان چې دا یقین لری مخالف مړ کړئ او دین پرې نافذ کړئ هغوی هیڅکله د سولې په لار نه شی راتلې ، د دې مذاکراتو نتیجه به هم لکه د ملاکنډ وی

لیک: امیر یوسفزئی، تاسو کولی شی چی د فیس بک دا لارې وراورسی https://www.facebook.com/Pashtunyousafzai