خاکه دا پرويش شاهين: دَ پښتونخوا نامتو مورخ

ليک : ګل محمد بيتاب

زۀ چې دا وخت دَ کوم ښاغلي خبره کوم نو دے دَ پښتونخوا ډېر لوئې مورخ، مُحقق، ژبپوه، دانشور، سېلانے او اديب دے دې نه علاوه د ارکيالوجي عِلم کښې هم پُوره لاس لري خصوصاً د تاريخ په برخه کښې پراخه معلومات لري د تاريخ هره پاڼۀ ئې کتلې او د خپل غرض ټکي ئې ترې راټول کړي او ياد کړي دي دَ پښتنو نه علاوه په دې سيمه د نورو اوسيدنکو قامونو او قبيلو پحقله هم ډېره لويه مطالعه لري دَ مختلفو هغه مذهبونو چې په دې سيمه پاتې شوي دي د تاريخ، تمدن، آثار، او د ژوند ژواک طريقې ورته لکه د طوطي يادې دي په دې حقله ئې ډېر ليکونه په پښتو، اردو او انګريزۍ ژبو کښې چاپ شوې دي دَ ليک انداز ئې سنجيده او علمي دے دَ ليکونو نه ئې دا اندازه په آسانه لګېدے شي چې دا يو علمي شخصيت دے چې هر وخت په فکرونو کښې ډوب وي خو دا سړے په عام ژوند کښې ډېر ساده او عام غوندې انسان دے او ورسره په قدرتي توګه ډېر دلچسپ هم دے دَ چا سره ئې چې ناسته ولاړه شوې ده او دَ نزدې نه ئې پېژني نو هغوې به د دې خبرې ګواهي اوکړي چې د دې ښاغلي نه په ناسته ولاړه، خبرو اترو، تګ راتګ او تر دې چې په خوراک کښې غېر ارادي طور سره دلچسپي خبرې لطيفې او ځينې نااشنا کارونه صادرېږي
دغه عادتونو ئې خلق په ځان مئين کړي دي او چرته چې دا ښاغلے وي نو هلته که يو خوا په زړوکتبو، آثارو، مذهبونو، رسمونو او ژبو دقيقې خبرې کېږي نو ورسره به هلته خنداګانې هم خورېږي دا باغ و بهار سړے د سوات دَ منګلور کلي اُسېدونکے پرويش شاهين دے دَ سکول دَ استاذۍ نه ريټائرډ شوے دے د دۀ کړه ورۀ څه دا رنګ دي په وجود لوړ دنګ، مظبوط او په رنګ غنم رنګ دے که ليکوال نۀ وو نو يقينًا چې پهلواني به ئې کوله ځکه چې دَ مظبوط بدن سره ئې لاسونه نۀ صرف غټ بلکه اوږدۀ هم دي۔
دَ ژوند هر اړخ ئې دَ دلچسپو واقعاتو نه ډک دے د دۀ عِلمي او تحقيقي مضامين او مقالې به تاسو په کتابونواو مجلو کښې لوستې وي خو زۀ کوشش کوم چې دَ ژوند يوه خونده وره خاکه ئې تاسو ته وړاندې کړم چې په دې کښې څومره په ظاهره او پټ رنګونه دي که دې کښې څۀ کمے راغلو نو دا کمے به د دۀ د شخصيت نه بلکه زما وي دَ دۀ واقعات ډېر دي او دومره ګڼ رنګونه لري چې په يو څو صفحو کښې خو څۀ چې په يو کتاب کښې ئې هم احاطه نشي کېدے خو دَ نمونې په ډول زۀ يو څو ذکر کوم
دا سړے چې په ليک کښې څومره دَ ترتيب خيال ساتي په عام ژوند کښې بېخي د دې اپوټه دے ټول ژوند ئي دَ بې ترتيبۍ يوه زبردسته نمونه ده لکه يو ډېر ضروري کار له به روان وي خو که څوک بلد سړے په مخه ورشي او ورسره په خبرو شي نو خپل کار خو به ترې خود پاتې وي چې بل به هم د کاره اوباسي دا ښاغلے دَ تعليم په محکمه کښې استاذ وو ما ته ئې خپله څو څو ځله وئيلي وؤ خو ما دا خبره ځکه نۀ منله چې دے خو به شپه او ورځ دَ پښتو په غونډو، سيمنارونو او کانفرنسونو کښې ليدلے شو، باقي وخت کښې به دَ غېر ملکي سېلانېانو سره دَ سوات، ګلګت،دير،چترال، بُنير، کافرستان او نورو علاقو ګرځېدلو او هغوي ته به ئې معلومات ورکول نو دے به ماشومانو ته سبق په کوم وخت کښې ښائي خو چې په آخره پېښور ته راغلو او دلته مې پخپله دَ نحقۍ او هزارخوانۍ هائيرسيکنډري سکولونو کښې د پرنسپل په عهده اوليدو نو يقين مې اوشو چې واقعي سړے دَ تعليم په محکمه کښې نوکر دے خو دلته پرې پښې پړسيدلې وې ټوله ورځ او شپه به په سکول کښې يوه کمره کښې پروت وو او دَ پښو په ځاې ئې ژبه چليدله کېدے شي چې دَ پښو دَ کمزورۍ په وجه ئې ژبه تيره شوې وي ځکه چې کله ئې پښې روغې وې نو بلا غرونه او مېدانونه ئې پرې ګز کړي دي خو اوس ئې دَ ټول بدن زور خلې ته راغونډ شوے دے خپله ئې راته وئيل زۀ اوس زوړ شوے يم او دَ زوړ سړي نه بس تشې خبرې غواړه دا به ئې هم وئيل دا ښه ده چې دَ تعليم په محکمه کښې يم او دې محکمه کښې تشې خبرې وي ځکه مونږه چې ماشومانو ته کومې خبرې ښايو نو دا صرف په کتابونو کښې وي، په عملي ژوند کښې دا چرته دي
پرويش شاهين په دې کليه عمل کړے دے ځکه نو خبرې ښې ډېرې ورځي او ډېرې کوي ملګرے طاهر بونيرے وائي چې دے يو ځل کراچۍ ته راغلے وو نو هلته “د جرس ادبي جرګې“ اجلاس ته راغلو ډېرې ښې او علمي خبرې ئې اوکړې په اجلاس کښې شريک يو ملګري اووې “دا خو سم دَ بلا بچے دے” دومره ښې او علمي خبرې کوي بيا دَ طاهر بونيري يو ملګري اقبال کوثر ترې وخت واخيستو چې دۀ نه به انټرويو واخلو خو چې کله په سبا له ترې کوثر صېب وړومبۍ پوښتنه اوکړه نو پرويش شاهين ورته شروع شو اقبال کوثر خُله دوئم سوال ته جوړوله خو ورته ئې اووې ته غلے شه زما خبره واوره کوثر ډېر کوشش اوکړو چې نور سوالونه اوکړي خو هډو د دې موقعه ورته برابره نشوه څلور پنځه ګهينټې تېرې شوې خو هېڅ ترې جوړه نشوه او مرکه دغسې پاتې شوه ځکه خو دَ کراچۍ بل شاعر بادشاه خان قاصر دا ارمان کړے وو کاش چې بنده د دۀ سره دَ کراچۍ نه په رېل ګاډي کښې يو ځاې دَ پېښور سفر اوکړي نو هډو په سفر به پوهه نشي
دَ اپريدو دَ سيمې يو ليکوال دَ خپل کلي علاقې دَ يوخبرلوڅۀ ملک سره شرط ايښے وو چې که دَ پرويش شاهين نه دې دَ خبرې وار واخيستو نو په انعام کښې به دَرله ګډ حلال کړم دواړه دَ پرويش شاهين ځاې ته ورغلل او هم دَ اپريدو دَ ذات او نسل په حقله ئې ورسره خبرې شروع کړې ليکوال ته ئې خوئي معلوم وو غلے شو، او ملک صېب که هر څو کوشش کولو چې څۀ خبره اوکړي خو شاهين به ورته وې ته غلے شه زما خبره لا جاري ده دوي دَ ورځې لس بجې ورغلي وو غرمه شوه ماسپښېن،مازيګر،ماښام او ماسخوتن شو خو ملک صېب ته موقعه په ګوتو ورنه رغله او هر ځل به ورته وئيلے کېدل چې ته لږ صبر اوکړه بيا زما نه خبره هېريږي ليکوال خو پوهه وو سم د ماسخوتنه ترې اودۀ شو او ملک صېب هم چرته دَ شپې په ناسته اوده شو نو شاهين ترې دولس بجې کورته لاړو سحر چې دوئ مانځه له راپاڅېدل نو پرويش شاهين ورله راغلو وې تاسو نه چې زۀ کور ته لاړم نو يو کتاب کښې مې څو نوې خبرې اُولوستې دا درته کوم ډېرې ضروري خبرې دي بيا رانه هېرې نشي ملک صېب حېران شو وې ولې ته دَ شپې نه اودۀ کېږې شاهين اووې فقط دوه درې ګهينټې خوب کوم خو ستاسو دَ خاطره مې هغه هم اونکړو ښۀ نو اوس ته دا نوې خبرې واوره او شروع شو ملک صېب وې ستا خو زړې خبرې هم ډېرې وې خو شاهين د دې پرواه اُونکړه او ورته شروع شو ليکوال د ملک صېب په ماتې ښۀ خوشحاله وو او چې سحر ئې چائې اوڅښلې نو ملک صېب اووې ګډ دې ستا سر اوخوري خو ما د دې ځائې نه اوباسه ما شرط بائللے دے
هم دغسې يوه ورځ د افغانستان نوموړي محققين او ليکوالان ښاغلے حبيب الله رفيع، زلمے هېواد مل، يو بل دانشور او طاهر بونيرے کورته ورغلي وو ځکه چې پرويش شاهين ډېر مېلمه دوست دے هر وخت ورکره دَ مېلمنو مېله لګېدلې وي بهر حال پرويش شاهين به په يوه مخه خبرې کولې خو چې داسې ګهينټه دوه به تېرې شوې نو اُوبه ئې وئيل رفيع صېب او هېواد مل صېب زۀ خو ستاسو دَ خبرو اورېدو ارماني يم تاسو خبرې ولې نه کوئ خو چې رفيع صېب به خبره شروع کړه نو شاهين به ترې خبره واخيسته او که مينځ کښې به دوي څۀ خبره کوله نو دَ خپل عادت مطابق به ئې ورته وئيل ته غلے شه زمانه بيا خبره هېرېږي بيا ګهينټه دوه پس ئې اووې، هم زۀ لګيا يم خبرې کوم ما وې زۀ به ستاسو نه ډېرې خبرې واورم ته څۀ خبره اوکړه هېواد مل صېب او چې زلمي هېواد مل به خبره شروع کړه نو بس شاهين به ئې بيا دَ خُلې نه خبره واخيسته آخر ټولو خپل شکست اومنلو او چې کله به پرويش شاهين غلے شو نو دَ خبرې بدلولو د پاره به ئې ورته صرف يوه خبره اوکړه نور به هم دے لګيا وو دا خو ئې دَ خبرو حال وو دَ تحقيق حال ئې د دې نه هم خونده ور دے دَ کتابونو حوالې خو پرېږده چې هغه نخښې نخښانې هم ورته معلومې دي چې دَ هغې نه دَ پښتون قام پېژندګلو کېږي تر دې چې ځينې اونې بُوټې هم پښتو پورې خاص کوي لکه ملګري قيصه کوي چې کله دَ پښتو اکيډيمۍ له خوا باړه ګلۍ کښې دَ پښتو دَ اِملا پحقله سمينار کېدلو نو دے هم دَ ملګرو سره روان وو په لاره دَ بحث په دوران کښې پرويش شاهين اووې چې چرته چينار وي نو هلته به پښتون وي او دې سلسله کښې ئې خپله تجربه شريکه کړه چې دَ جهلم پورې ځاې په ځاې چينارونه شته ما ليدلي دي او دې علاقو کښې پښتانه هم شته دَ خبرې نه ګپ جوړ شو نوموړي شاعر رحمت شاه سائل اووې شاهين صېب دا هم ورسره نوټ کره چې چرته خرونه وي نو هلته به پښتانه وي خو شاهين د دې سره اتفاق اونکړو ولې نورو اووې چې خبره دَ سائيل صېب دَ منلو ده دا دَ چنار خبره دومره مشهوره شوه چې په باړه ګلۍ کښې چا په طرحي مزاحيه مشاعره کښې دا شعر هم اووې :
دَ پرويش شاهين تحقيق غلط ثابت شو
ما اُونه ليدو چينار باړه ګلۍ کښې
هم دغه باړه ګلۍ کښې پرويش شاهين دَ خپلې شهسوارۍ دَ مهارت يوه نمونه وړاندې کړې وه چې ټولو ليکوالو ئې تماشه کړې وه دَ ملګري اقبال حسين افکار او نورو ملګرو وينا ده چې نتهيا ګلۍ کښې دَ سېل ځائې کښې يو سړي سره زين کړے اس وو چې دَ روپو په بدل کښې به ئې پرې خلقو له چکر ورکولو خو دا اس به په مزه مزه روان وو پرويش شاهين راغے په اس سور شو او دَ اس مالک ته ئې اووئيل ته اخوا شه واګې ئې لاسونو کښې اُونيولې او اس له ئې پونده ورکره خو ورسره سمدستي څو قدمه وروستو پرويش شاهين سر د لاندې راپريوتو لاسونه ئې زخمي شول چې تر ډېرې مودې ئې يبا تړلي ګرځول ليکوال ملګري ئې وائي چې په اس دَ سورلۍ تجربه ئې نه لرله او دے وائي چې ښۀ تجربه لرم خو کله چې ما اس له پونده ورکړه نو مخې له يوه ښځه راغله چې ماشوم ئې په غېږه کښې نېولے وو ما دَ هغې دَ بچ کولو د پاره اس دومره په زور راښکلو چې څټ ئې زما د سر سره او جنګيدو ځان مې اوغورزولو او زخمي کړو خو ښځه او ماشوم مې بچ کړل هر څه چې وو خو پرويش شاهين ښه شهسوار ثابت نشو ګنې نو دا ښۀ موقعه وه چې خپل دا صفت ئې کم از کم په ليکوالو منلے وے
ما وړاندې هم وئيلي دي چې دې انسان سره کله کله پخپله هم عجيبه او خونده ور کارونه کېږي يو ځل زمونږ دَ صوبې دَ ثقافت يو سيکټري اعلان کړے وو چې کومو ليکوالو دَ خپلې ژبې کتابونه ليکلي دي او دَ چاپ توان ئې نۀ لري نو حکومت به ورله کتابونه چاپ کوي پرويش شاهين دې لړ کښې دَ هغۀ دفتر ته ورغلے وو دَ دفتر چپړاسي ته ئې وئيلي وو سيکټري صېب ته ووايه چې دَ سوات شاهين تاسو سره مېلاوېدل غواړي دغه وخت سيکټري دَ نورو مشرانو ليکولانو سره په خبرو اترو ښه تنګ شوے وو دَ نامې دَ مُغالطې په وجه سيکټري صېب خيال اوکړو چې دا به ضرور څوک زنانه ليکواله يا فنکاره وي نور شاعران او ليکوال ئې زر رُخصت کړل او شاهين ته ئې دَ ورتګ اجازت ورکړو خو دې دوران کښې سيکټري صېب خپل ويښته دَ دفتر په شيشه کښې ګومنځ کړل او په ځان ئې خوشبوداره سپرے هم اوکړه او دَ يوې حسينې، نازنيني ګل اندامې ښاپيرۍ په تصور کښې په انتظار وو چې دې کښې يو ديو اندامه پهلوان پرويش شاهين ورننوتو سيکټري صېب ورته په تريو تندي اووې ته چا راپرېښودې بهر ته لاړ شه بل څوک راځي شاهين ورته اووې صېبه هم زۀ راتلم سيکټري اووې زۀ شاهين يادوم څوک زنانه ده پرويش شاهين ورته اووې صېبه هم زۀ شاهين يم او باقاعده مې ستاسو نه دَ راتګ اجازت غوښتے دے دې سره په سيکټري صېب يخې اوبه توې شوې او ډېر په سخت انداز کښې ئې ورته اووې زر بهر اُوځه
يو بله ټوقه ورسره دا شوې وه چې دَ يوې انګريزي جينۍ او انګريز سړي ډاکټر هُک (Huk) سره دَ سکردو “رنګا ” نومې ځاې ته تلے وو چې د دغه خلقو دَ ژبې پحقله ئې تحقيق کولو دوي چې کله دغلته اورسيدل نو شل ديرش کسان ئې استقبال ته په دوه قطارونو کښې ولاړ وو او ټولو ورته ژبې راويستلې وې شاهين ترې په حېرانتيا کښې تپوس اوکړو ځکه چې دے دَ سکردو دَ خلقو په ژبه او رواج پوهېدو چې يه سړو دا دَ استقبال کومه طريقه ده چې ټولو ژبې راويستي دي نو هغوئ ورته اووې دا خو پرون يو تن راغلے وو او هغوې مونږ ته وئيلي وو چې دَ بهر ملک نه به ډاکټران راځي او ستاسو ژبې ګوري ځکه نو مونږه ټولو درته ژبې راويستلي دي چې تاسو ئې اوګورئ۔
دَ ګرځېدو يوه دلچسپه واقعه ئې دا ده چې هر ځائې کښې دۀ له دَ مخالفې لورې سائکل يا موټر سائکل په مخه ورځي نو بس دا يقيني خبره ده چې شاهين به خامخا وهي داسې به ډېر کم شوي وي چې سائکل يا موټر سائکل به په مخه ورغلے وي او دے به ئې وهلے نه وي او تر دې حده ورته دے تيار وي چې اکثر ملګري ته وائي هغه دے موټر سائيکل يا سائيکل را روان دے او ما به وهي نو که ملګرې ئې ترې بچ کړو خو ښه ده ګني نو بس وهل ئې فطري انجام دے دومره ځل وهلے شوے دے چې هډو شمار ئې نه دے معلوم او ښکاره خبره ده چې غلطي هم د دۀ وي ځکه چې دے خو بس پخپلو فکرونو کښې ډوب کله دَ لارې يوې خوا ته ځي او کله بلې خواته او يا اسمان ته ګوري
يو ځل دے د سندھ لرې پرته علاقه کښې دَ اثار قديمه دَ کهنډراتو سېل او تحقيق له ورغلے وو خو لکه څنګه چې د هغه عادت دے پخپل فکرونو کښې ډوب روان وو چې هلته يو ژور کوهي ته پرېوتے وو دَ خوش قسمتۍ نه کوهے اوچ وو او ښختې پکښې پرتې وې وړومبے خو څه شيبه پخپلو دردونو وو خو چې کله ئې سوچ فکر په ځاې شو نو فکر ئې اوکړو چې اوس به څۀ کوي؟ حاجت مند په خټه اور لګوي او دا هم مشهوره ده چې ضرورت دَ ايجاد مور ده نو بس کوهي کښې ناست وو پخپله خو نشو راوتلے نو چې وړاندې به ئې دَچا خبرې واورېدې نو دَ کوهي نه به ئې ښختې بهرته راويشتل شروع کړل د دۀ خيال دا وو چې داسې به څوک راشي او دے به اوويني
خو دَ بد قسمتۍ نه به هغوي اوتښتېدل چې ګني دا پيريان دي ولې چې دا خبره اکثر مشهوره وي چې داسې ځايونو او شاړو کوهيانو کښې پيريان اوسي وخت په وخت به ئې چغې هم وهلې خو دَ هغې نه به هم خلق دۀ سره دَ مدد کولو په ځاې تښتېدل خو اخر څوک په وېره ويره ورنزدې شول او چې تسلي ئې اوشوه چې دا پېرے نه انسان دے نو هغوې را اوويستو او دَ مرګ نه بچ شو۔
خو دَ تحقيق او ګرځېدو په دوران کښې ورسره دَ ټولو نه خونده وره واقعه په کولالمپور کښې شوې وه که دا واقعه ورسره په ملک کښې شوې وه نو ډېره دَ شرم خبره به وه او دَ چا خبره چې دَ شرمه به ئې پوزه غوڅه شوې وه خو شکر دے چې دا کار ورسره په بهر ملک کښې شوے دے او عجيبه خبره دا ده چې دې سره د دۀ عزت زيات شوے دے واقعه داسې شوې وه چې شاهين په کولا لمپور کښې دَ بُدھ مت او پښتنو دَ سيمې پحقله يو مثالي تقرير کړے وو چې دۀ په دومره ښۀ انداز کښې دَ ګوتم بُدھ پحقله معلومات وړاندې کړل چې هغوئ کښې څو دَ بدھ مت مشران خپلو کښې جرګه شول چې دا خو ډېر اهم سړے دے نور سامعين هم ورسره ملګري شول او ټول لوئې واړه په دې خبره متفق شول چې دا سړے کتل غواړي دَ دوئ په عقېده دې سړي کښې به ضرور دَ بزرګۍ څۀ نخښې نخښانې موجودې وي ځکه نو هغوي راونيولو او که دۀ هر څومره زور کولو خو هغوي قابو کړے وو جامې ئې ترې اوويستې او بربنډ لغړ ئې تر ډېره اودرولے وو او ټولو ئې دَ بدن مختلفې حصې کتلې خو دا معلومه نشوه چې دۀ کښې دَ زبرګۍ نخښې وې او کنه؟ خو شاهين البته په دې خفه ځکه نشو چې هغه دَ ډاکټر اسرار خبره
باک نشته دے که چم کښې دَ اشنا شومه پښې ابله
په ځاې دَ عبادت کښې خو پڼې ويستل پکار دي

دَ خوراک څښاک په معامله کښې هم دا سړے عجيبه خوي لري خپله وائي چې سحر يوه اګۍ خورم، بيا مازيګر يا ماښام يو سېب خورم او بس نوره ډوډۍ نه خورم خو چې کله دَ ملګرو سره په خبرو وي نو بيا ورته دا پته نه لګي چې څومره ئې اوخوړه په کراچۍ کښې ورته فضل خالق غمګين وئيلي وو چې زۀ به درله ډوډۍ اوکړم او ليکوالان به راغونډ کړم خو شاهين ورته هم دغه وې چې زۀ خو ډودۍ خورم نه نو څله ئې کوې خو خير يوه ورځ هغۀ ډوډۍ وکړه پنځلس شل شاعران ئې راوبلل او ډوډۍ ته کښېناستل پرويش شاهين هم کېناستو او ورسره خبرې اترې هم شروع شوې چا ترې پُوښتنه اوکړه دۀ جواب ورکولو او ورسره ئې ډوډۍ هم خوړه تر دې چې نور خلق پاڅېدل خو دے لا لګيا وو ډوډۍ ختمه شوه يو ځل پخپله فضل خالق غمګين زر دَ نانبائي دوکان نه يوه روټۍ راوړه په دويم ځل شاه ولي سيدوال روټۍ راوړه او په دريم ځل ورپسې طاهر بونيرے لاړو يو بل ته به ئې غلي غلي کتل اوخاندل دا قيصه چې ماته چا اوکړه نو هغه حېران وو خو ما ورته وې دې کښې دَ حيرانۍ هېڅ خبره نشته کله کله داسې کېږي دَ لوې عالم امام مسلمؒ متعلق راځي چې دَ هغوي نه چا دَ يو حديث تپوس اوکړو هغه وې ګورم ئې او دَ احاديثو بستې ئې کتلې دې کښې ورله چا دَ کهجورو يوه لويه ټوکرۍ راوړه دَ هغې نه به ئې يوه يوه کهجوره خولې ته اچوله او دَ حديث شريف لټون به ئې کولو آخر ډېر وخت پس ئې حديث اوموندلو او چې اوئې کتل نو ټوله دَ کهجورو غټه ټوکرۍ ئې خوړلې وه دَ اخون درويزهؒ متعلق هم داسې خبره مشهوره ده چې هغوي سره به يو شاګرد وو او هغۀ به ورله دَ ډوډۍ خوړلو په وخت لاس نيولو چې بس ئې کړه ګنې نو لګيا به وؤ
دا مې هم اورېدلي دي چې پرويش شاهين پخپله ډوډۍ خوري او کنه خو په نورو ډېره ښۀ ډوډۍ خوري او هر وخت ئې په ګڼ شمېر کښې ملکي او غېر ملکي مېلمانه موجود وي دَ خوش خوراکۍ سره خوش لباسه هم دے
ما وړاندې وئيلي دي چې پرويش شاهين استاذ وو خو ماته دا پته نشته چې څنګه استاذ وو ځکه څوک دَ سکول شاګرد ئې مانه دے ليدلے چې ځان ترې پوهه کړم خو نور ښۀ پورۀ استاذ دے او دَ ليک لوست په حواله د استاذۍ درجې ته ډېر پخوا رسېدلے دے تر دې چې بهرنو ملکونو کښې هم شاګردان لري وړاندې به ئې دغه بهرملکيانو سره دَ ګائيډ په توګه کار کولو چې دوې به ئې د سوات،دير،چترال،کافرستان او نورو علاقو ته بوتلل او ورته به ئې په دغۀ حقله معلومات ورکول خو ورو ورو ئې دَ هغوي نه دَ بين الاقوامي معيار دَ تحقيق هُنر زده کړؤ چې څنګه به دَ يو قوم، مذهب، او کلچر په حقله تحقيق کوې چي دې هُنر دۀ ته ډېره فائده ورکړه او په مستندو ليکوالو کښې شمار شو دروغ به ګردِن راوي ځيني خلق دا هم وائي چې کله به دغه علاقو ته د غېر ملکيانو سره لاړو نو په لاره به ئې دَ شپونکو، ساده کلي والو او زميدارانو سره ګپ شپ لګولو او غېر ملکيانو ته به ئې بيا داسې ترجمه کوله چې دوي وائي زمونږه نېکه به دَ ګوتم بدھ سره په دې غرونو کښې ګرځېدو او هغوي به ورله دَ ګډو چېلو پۍ ورکول چې غېر ملکيان د دې خبرو نه ډېر متاثره کېږي خو خېر په ترجمانۍ کښې دا قسمه ګړ بړ څۀ نوې خبره نه ده تر دې چې زمونږه دَ ملک يو وزيراعظم صېب دَ ځان سره دَ سعودي عرب دَ دورې په موقعه يو سياسي مولانا صېب بُوتلے وو چې دے به ورته ترجمه کوي دَ سعودي عرب د بادشاه سره چې کله دوي مُلاقات اوکړو نو خدائے خبر چې بادشاه صېب به څۀ وئيلي وو خو مولانا صېب وزيراعظم ته داسې ترجمه اوکړه بادشاه وائي چې هر کله تاسو سره دومره پوهه او قابل عالمِ دين شته نو دے ولې تاسو دَ مذهبي امورو وزير نه مقرره وئ؟
دَ پېښور په خېبربازار کښې يو پنجابے سنډاسي وؤ چې ورسره به يو سمسېره هم وه دۀ به څۀ دارو خرڅول په اردو کښې به لګيا وو او پښتون به د دۀ دَ الفاظو ترجمه کوله دا ترجمه به ټکے په ټکے جاري وه خو چې کله به هغه پنجابي اووې “ميں قسم کها کر کهتا هوں” نو دې پښتون به د دې ترجمه داسې کوله ”چې دا سړے قسم خوري” حالانکه نورو فقرو کښې به ئې دَ “زه” او “ما” صيغه استعمالوله دَ پنجابي د تګ نه وروسته به بيا دغه پښتون ترجمان دارو خرڅول او خبر شوے يم چې اوس هغۀ په ښار کښې دَ حکمت دوکان چلوي دَ پښتو نوموړي شاعر سمندر خان سمندر به هم په ابتداء کښې دَ يو انګريز جادوګر سره ترجماني کوله بيا ئې ترې چل زده کړے وو او دۀ به دَ هغۀ په ځائے فوځيانو ته تماشې وړاندې کولے تر دې چې يو انګريز ميجر ورله تعريفي سند هم ورکړے وؤ چې مَا دَ سمندر غوندې ماهره جادوګران په يورپ کښې هم ډېر کم ليدلي دي۔
نو په دې حساب پروېشن شاهين هم دَ موقعې نه فائده اخيستې او داسې ليک په تاريخي موضوعاتو کولے شي چې د بنده توجه ځان ته راکاږي البته ليک هم ترې لکه دَ خبرو اوږدېږي ډاکټر اسرار صېب راته خبره کوله چې مونږه يو ځل پرويش شاهين ته وئيل چې ته په زړو اثارو او کتبو پُوهېږې نو دې شهباز ګړهۍ کښې چې کومې کتبې دي دا اوګوره او يوه مقاله پرې زمونږه دَ رسالې “پاڅون” د پاره اوليکه شاهين اووې چې دغه کتبې مالوستې دي خو بس ليک به پرې اوکړم شپږ اته ورځې پس ئې يوه اوږده مقاله راولېږله چې پوره څلوېښت صفحې وه چې کله ما مقاله اولوسته نو پکښې نورې نورې خبرې وې البته په آخره کښې ئې ليکلي وو“پاتې شوې دَ شهباز ګرهې کتبې نو په دې حقله به بيا بله تفصيلي ليکنه اوکړم” ډاکټر اسرار صېب وئيل ما ورته توبې اوويستې چې اوس به څه کوم څلوېښت صفحې خو زمونږه ټوله رساله ده او د پرويش شاهين وائي چې بيا به بله تفصيلي ليکنه کوم ۔
دې کښې شک نشته چې پروېش شاهين دَ خپل ليک په ذريعه ډېر لوئې نوم او دولت ګټلے دے خو دغه دولت ئې ځان ته نه دے پريښے بلکه په دې ئې کتابونه اخستي او يا چاپ کړي او په پښتو ليکونکو ئې مفت ويشلي دي۔
دَ اردو پښتو او انګريزۍ ګڼ کتابونه ئې ليکلي دي صحيح شمار ئې هغه ته هم ياد نه دے خو ګمان کوم چې د دوه درځنو نه به ئې چاپ کتابونه اوړېدلي وي دَ اردو او پښتو دَ څو کتابونو نامې ئې داسې دي ګل ورينې څوکې،سوات، کافرستان، د سوات ګلونه، د سوما ګلونه، دَ پښتنو ژوند ژواک،دَ پښتونخوا ګلونه، کالام کوهستان، زمين کي جنت، او نور ډېر چاپ شوي دي ۔
دَ ليک لوست سره ئې دَ مينې دا حال دے چې ډاکټرانو پرې بنديز لګولے دے چې ليک لوست به نۀ کوې خو دے مسلسل دغه بدپرهيزي کوي په ناروغه ځان اوس هم دَ پښتنو په تاريخ پسې لے په لے ګرځي او چې څۀ په ګوتو ورځي نو دَ ځان سره ئې سمبالوي او په خپل خرڅ ئې چاپ کوي
زمونږ په معاشره کښې عام طور سره ډېر خلق دَ ډاکټرۍ پيشې ته په دې وجه ترجيح ورکوي چې د نوکرۍ په دوران کښې دويمه ګټه ترلاسه کوي يعني خپل کلينک ورسره چلوي دَ نوکرۍ نه دَ ريټائرمنت نه وروستو هم په روزګار وي بلکه تر دغه وخته ئې خپل کلينک ښۀ مشهور شوے وي نور نوکر پيشه خلق اکثر داسې نه وي او کله چې په پنشن لاړ شي نو ټوله ورځ حجره، جومات يا دَ پټو په پولو ناست وي او دَ تېر وخت زړې قيصې کوي ځينې پکښې په وخت ځان له دَ مشغولا د پاره دَ تېل مالګې دوکان يا نور څۀ روزګار لټوي په دې کښې هم دَ ناتجربه کارۍ او زوړ عمر په وجه اکثر دَ تاوانونو سره مخ کېږي خو پرويش شاهين هوښيار سړے دے او بل په حساب کتاب کښې هم ډېر مړنے نه دے ځکه نو ځان له ئې په وخت داسې يو کار کتلے دے چې يوه روپۍ هم پکښې نه لګي تاوان ئې نشته او ګټه ئې ښۀ ډېره ده صرف شهرت ورله پکار وي او هغه ئې ورو ورو کېږي کار ئې دا دے چې دَ دم درود کار ئې شروع کړے دے دَ خواوشا کليو علاقو خلق ورله راځي او دے پرې دمونه اچوي څومره چې زړېږي نو دې له زياته توجه ورکوي خاص کر هغه خلقو له دم درود کوي چې بچي ئې نه کېږي او يا ئې حمل بې وخته ضائع کېږي خو اورېدلي مې دي چې سړي په نه زړۀ او ښځې په ښۀ زړۀ دموي وائي چې سړي شک من وي او ښځې عقيدت مندې وي ځکه نو دم درود پرې زر اثر کوي کېدے شي څۀ موده پس ورسره نور دمونه او تعويذونه هم شروع کړي او په آخره ترې لوې بابا جوړ شي
داسې مې اورېدلي دي چې په پيرۍ مُرېدۍ کښې تصوّرِ شيخ خاص اهميت لري دَ يو مريد د پاره دا خبره ضروري ده چې دَ خپل پير په رنګ کښې دې رنګ شي دَ هغۀ ټول عادتونه دې په ځان کښې راولي تر دې خپل ځان به دَ هغۀ په ذات کښې مکمل فنا کوي دې مقام ته دَ صوفيانو په اصطلاح کښې فنا في الشيخ وائي زما يو ملګرے چې دَ تاريخ او د دې سيمي دَ مذهبونو سره ئې مينه لرله په کال 1983ء کښې دَ رحمان بابا دَ عرس په موقعه ما د پرويش شاهين سره ملاو کړے وو او د ګوتم بدھ پحقله ئې ترې تپوسونه کړي وؤ پرويش شاهين ورته پوره څلور پنځه ګهينټې زباني معلومات ورکړي وو دغه ملګري بيا ما ته اووې ما ته خو داسې ښکارېدله لکه چې پرويش شاهين د ګوتم بدھ همزولے، کليوال او ملګرے وؤ ځکه چې يوه يوه خبره او عادتونه ئې ورته معلوم وؤ څو ورځې پس زۀ او دغه ملګرے دَ پېښور عجائب ګهر ته لاړو دا ملګرے چې دَ ګوتم بدھ جوړ شوو بتانو او مجسمو ته زېر شو نو ناڅاپه ئې اووئيل دا ګوتم بدھ خو ماته پښتون ښکاري ته اوګوره دا شکل او جامې ئې دَ پښتنو په شان دي بيا ئې ښۀ ساعت پس دَ غور فکر نه وروستو اووې دا اوګوره ته به وائې جوړې هوبهو پرويش شاهين دے ما اوخاندل او زړۀ کښې مې اووې چې په دې ملګري دَ هغۀ دَ خبرو اثر شوے دے خو بيا چې هغه ډېر اصرار اوکړو او ما ورته په غور اوکتل نو ګوتم بدھ ماته هم لکه دَ پرويش شاهين ښکاره شو نۀ پوهېږم چې په ما هم اثر اوشو او که واقعي داسې وه خو ما په پرويش شاهين او ګوتم بدھ کښې هېڅ فرق نه شو کولے خو چې کوم بُت يا مجسمې ته به دواړه ورنزدې کيدو نو بس دَ ګوتم بدھ په شکل کښې به راته پرويش شاهين ښکارېدلو او هغه دَ شاعر خبره
؂جدهر ديکهتا هوں تو هي تو هے

دې نه پس چې کله هم زۀ عجائب ګر ته تلے يم او يا مې دَ چا نه دَ ګوتم بدھ خبرې اورېدلې دي نو بس ماته پرويش شاهين نېغ مخې ته اودريدلے دے په دې دواړو کښې که څۀ فرق دے نو هغۀ دَ عمر، زمانې او ځاے دے پرويش شاهين زمونږ دَ دور سړے دے کور کلے ئې معلوم دے چې دَ سوات دَ منګلور اوسيدونکے دے
دَ رنګ نه علاوه دَ دواړو خويونه هم تر ډېره حده يو شان دي ولې چې دواړه بې آزاره دي او رحمان بابا ته منسوب په دې شعر عمل کوونکي دي

که سل خُلې درته دُعا کوي رحمانه
دَ يوې خلې دَ آزاره ځان ساته

دواړه اصول پسنده دي البته پرويش شاهين په دوستۍ کښې هر څۀ کوي او دَ ګوتم بدھ راته پته نشته چې څۀ به ئې کول دے خو په هغه مشهوره کليه عمل کوي“چې په جنګ او مينه کښې هر څۀ جائز دي” په يارۍ دوستۍ کښې شاهين کلک سړے دے په هېڅ حال کښې خپل ياران دوستان نۀ پرېږدي البته په دُشمنۍ مې د هېچا سره نه دے ليدلے ډېر ورپسې بدې ردې وائي او ډېرو ورپسې ليکلي هم دي خو دے ئې جواب نۀ کوي د دغه صفت نه ئې ما هم فائده واخيسته څۀ چې مې په زړه راتلل او څنګه مې غوښتل هغسې مې دَ پرويش شاهين

پحقله اوليکل اوس دا فېصله په تاسو ده چې دا مناسبه ده او که نه؟