جنګ بیا په سر راغلی دی د پشتون قام

ليک:لایبه یوسفزۍ

د نوي سړې جګړې په ترڅ کې هند امریکا ته په اول ځل نزدېکت کړى. په اول ځل هند د روس پر ځاى امريکايي او يورپي تکنالوژي ته مخه کړې. د هند ټولې رسنۍ او نوي ليکل شوي کتابونه دا وخت پر دا لګيا ده چې موږ تېروتنه و کړه چې هغه وخت موږ د امریکا او روس په سړه جګړه کې بېطرفه پاته شو. دوى وايي چې د نهرو کمزوري پالیسي تاوانونه رسولي او سردار پټېل د چين په هکله اوله ورځ پر سمه وو. وايي د روس سره د هند شراکت تاواني وو ځکه چې روس د هند په مقابل کې د چين سره ولاړ وو۔
دوى وايي د چين د مخنيوي له پاره بايد له امریکا سره مکمله ملګرتیا و کړل شي۔
پاکستان چونکې له اولې ورځې د امریکا ملګرى پاته شوى دى، نو امریکا ته مشکل د پاکستان او هند دواړو سره په يو وخت کې اړيکې ساتل او د دواړو مرسته ترلاسه کول وو.
دغه بنيادي لامل دى چې د هند او پاکستان نزدې راوستلو له پاره هند اول کشمیر د ځان برخه کړى او اوس پاکستان ګلګت بلتستان خپله برخه ګرځوي او له کشمیر څخه يې را بېلوي. د فاټا ګډول هم په دغه تناظر کې وو۔
په هند کې سږ کال د بحث هم روان وو چې په افغانستان کې که طالبان راشي نو هند به له هغو سره څه رنګه اړيکې ساتي چې پاکستان په افغانستان کې د هند مفاداتو ته نور زيان و نه رسوي. دوى له طالبانو سره اړېکې جوړولو وکالت هم پېل کړى وو، خو بيرته د هند دننه سياست او مزهبي تقسیم دوى ته اجازه نه ورکوي چې دوى ښکاره او څرګنده ملاتړ و کړي د طالبانو۔
د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر شخړه له منځه وړل شوې، د افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه تار لګول شوى او په افغانستان کې د طالب په جامه کې پنجاب ته برخه ورکول دا سره تړلي خبرې دي او د چين پر زد د نوي صفبندي نښې دي
اوس هند او پاکستان سره کشېنول او د چين مخه په شريکه نيولو ته لار هواره شوه۔
بله خوا د بائيډن له راتګ پس به بيرته د عربو پر ځاى د ايران سره اړيکې جوړول کار هم پېلېږي، په دا کې به هم هند کردار ادا کوي. لکه اوباما چې پر ايران پابندى ختمولې او د ټرمپ له راتګ پس هغه پالیسي ريورس شوه اوس به بيرته پر هغه ډګر کار پېل شي۔
يوه خوا ترکيه له عربيانو څخه بېله شوې او بله خوا پاکستان هم له عربيانو څخه په اول ځل وران دى، تازه خبره دا ده چې پاکستان به اوس د صعودي عرب هغه بقايه دوه عربه ډالر هم بيرته ورکوي۔
له طالب سره په معاهده کې د امریکا دغه نقطه اچول چې د طالبان به. امریکا او د هغه د ملګرو پر زد په ټوله نړۍ کې يو ځاى هم کار نه کوي، په اصل کې د هند د مفاداتو د خوندي کولو نقطه ده، ځکه چې طالبانو بې له هنده په نړۍ کې بل ځاى د ورانۍ توان نه درلودى او په افغانستان کې د هند د مفاداتو خوندي کول يې هم مرام وو۔
يعنې د هند مفادات هم خوندي شو، د پنجاب هم او له ايران سره به هم روغه و شي، دا وخت امريکا ته د چين په مقابل کې د عربيانو زيات مهم ايران دى۔
هسې هم په عربو کې ناست باچاهان پګد امریکا او غرب په زور ناست دي او د امریکا د مفاداتو پر زد که کمه ورځ و شورېدل، نو هغه انقلابونه کم چې په شمال کې راغلي وو هغه بيرته په جنوب کې هم پېلېدلى شي او دغه باچاهاني له منځه تللى شي۔
پاته شو افغانستان نو د سړې جګړې اول هم مېدان وو او اوس به هم مېدان وي، دا ځل به محکوم افغانستان هم د لوبې د مېدان برخه وي۔
هسې هم موږ په ترهګر زېږولو کې خود کفيله يو. مدرسې ورځ تر بلې پر زياتوب دي او دا مدرسې ورځ تر بلې داسې زهنونه روزي چې عقل، منطق او دليل او ملي او وطني ګټي نه پېژني.
دغه روزل سوى نسل نه هنر لري، نه د کاروبار او روزګار سوچ. دغه د وار اکانومي يعنې جنګي معيشت خاشاک دي، په جنګ کې دغو ته روزګار او تنخواه او نفسي تسکين هم شته، که جنګ کوي ځان ته غازي او مجاهد وايي او که مړ شو وايي شهيد او جنتي۔
تاسو که فکر و کړى نو د پولو دواړو خواوو ته هره ورځ د سر دانې په نښه کېږي او هغه خلق وژل کېږي کم چې په سر کې ماغزه لري او قامي او ملي فکر لري۔
بله خوا زموږ مثال دغه وخت هغه شانتې لکه تر ماؤ لمخه چې د چين حال وو، هغه قام د افيومو په نشه کې ډوب وو او موږ د امريکايي اسلام او امريکايي جهاد په نشه کې ډوب يو۔
پروند هم د امریکا جهاد وو نن هم د امریکا جهاد دى۔

لایبه یوسفزۍ تاسو کولیئ شی چی ورورسی د فیس بوک د لاری https://www.facebook.com/lyousafzai یا په ټوئيټر @LaibaYousafzai2