تورخم لارې دپاره د ويزې نوې پاليسي

د پاکستان پارلمان د درې مياشتو کوښښونو په پايله کې افغانستان لپاره د ويزې نوې پاليسي منظوره شوه چې ډير ژر به ترې افغان سوداګر، محصلين، ناروغان او عام افغانان مستفيد شي.

د پاکستان هيواد مرکزي کابينې افغانستان لپاره د ويزې نوې پاليسي نن منظور او تائيد کړه، دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملى مصالحې عالي شورى رئيس ښاغلى ډاکټر عبد الله عبدالله پاکستان ته په درې ورځني رسمي سفر کې دى

د ويزې د نوې پاليسۍ له مخې د افغانستان اتباعو لپاره د اوسيدنې او ويزې په مودو کې تر کافي حده بدلون راغلى چې په ځانګړې توګه به عامو افغانانو، محصلينو، سوداګرو او ناروغانو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي

د ويزې د نوې پاليسۍ مهم نقاط په لاندې توګه دي

د تورخم په کميسارۍ کې به ناروغانو ته د 6 مياشتو ويزه ورکول کيږي ترڅو د پاکستان سفارت او کونسلګريو ته د تګ له زحمت نه خلاص شي

د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ به 1 کلنه د وزټ ويزه صادروي چې Multiple Entry درلودونکي به وي او هم به سوداګرو ته 5 کلنه سوداګرۍ ويزه صادروي چې د دواړو مدت به پاکستان کې غځيدلاى او تمديد کيدلاى شي

افغان محصلينو ته به د يو کلنې تحصيلي ويزې پرځاى د پوره تحصيلي دورې ويزه ورکول کيږي

د ويزې نوې پاليسي د تيرو درې مياشتو پارليماني اراوو او نظريو د تبادلې په پايله کې منځ ته راغله- د پارليمان رئيس اسد قيصر د قضيې اړوند اقدام وکړ او ځانګړى کاري ځواک يې ورته وټاکه چې مشري يې د وزيراعظم ځانګړي مرستيال ارباب شهزاد کوله. چې د زياتو هڅو، جلسو او تورخم ځايي نقطو نه تر ليدنې وروسته د ويزې د پاليسۍ مختلف اړخونه تر بحث لاندې ونيول شول او نوې پاليسي منځ ته راغله

د ويزې نوې پاليسي افغانستان سره د پاکستان د ورورۍ اړيکو په نظر کې نيولو سره ترتيب شوې ده چې له مخې به يې ددواړو لورو ولسونه سره نژدې او هم به افغاني اتباعو ته اسانتياوې برابرې کړي. له دې پاليسۍ نه به دوه اړخيزې سوداګرۍ ته هم ګټه ورسيږي چې ددواړو هيوادونو د پرمختګ او خوشحالۍ د نوي دور پيل به اوسي او هم به ترې د خيبر پختونخوا ولس په ځانګړې توګه مستفيد شي